د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د ونو او بوټو د کښېنولو بهیر پیل شوی دی


د افغانستان په خوست کې خلک د ونو او بوټو کښېنولو په بهیر کې برخه اخلي - د فبرورۍ ۲۳مې انځور.
د افغانستان په خوست کې خلک د ونو او بوټو کښېنولو په بهیر کې برخه اخلي - د فبرورۍ ۲۳مې انځور.

د خوست په کلیو او بانډو کې ځايي خلکو او ځوانانو د ونو او بوټو کښېنول پيل کړي دي.

د ښار اوسېدونکي وايي، اوس دوی د ونو او نیالګیو په ګټه پوه شوي نو هڅه کوي چې ونې زیاتې شي، ساتنه يې وکړي او اوبه ورکړي.

په افغانستان او پاکستان کې اکثر خلک د پسرلي تر راتګ مخکې نوې ونې کښېنوي.

په همدې سلسله کې د اسماعیلخېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند د ورزې د سیمې ماشومان، ځوانان او مشران هم یوځای شوي او د سړکونو دواړو خواوو ته او د کلي په نورو میدانونو کې نیالګي کښېنوي.

د سیمې یو مشر حاجي محمدغني د فبرورۍ پر ۲۳مه مشال راډيو ته وویل، د دوی د سیمې اوسېدونکو تېر کال هم ونې کښېنولې وې او سږ کال يې د نیالګیو کښېنول پیل کړي دي.

نوموړي وویل دوی وتوانیدل چې د تېر کال نیالګیو ښه ساتنه او پالنه وکړي نو اوس سږ کال پوره لويې شوې دي.

په خوست کې یوشمېر ځوانان بوټي او ونې کښېنوي - د فبرورۍ ۲۳مې انځور.
په خوست کې یوشمېر ځوانان بوټي او ونې کښېنوي - د فبرورۍ ۲۳مې انځور.

د ورزې کلي اوسیدونکي عزیزالله مشال راډیو ته وویل په دې برخه کې باید هېڅوک هم بې پرواهي و نه کړي، ځکه چې نیالګي د انسانانو د ژوند په ژغورلو او د سیمې په ښېرازۍ کې مهمه ونډه لري.

نوموړي پر خلکو غږ وکړ چې په دې شپو ورځو کې چې په هر ځای کې اړتیاوې وي، نیالګي دې پکې کینوي.

د ونو او بوټو کښېنولو په بهیر کې د نورو کسانو تر څنګ د خصوصي ښوونځیو د ښوونکو او زده کوونکو ونډه هم پراخه ده.

په خوست کې د ولس غږ د خصوصي لیسې یو زده کوونکی نور احمد وايي، "موږ خوښېږو چې د خپل هېواد د شنه والي او ښېرازتیا لپاره زیار ګالو. هېواد پر موږ حق لري چې خپله دنده پکې ترسره کړو، ونې د سېلابونو او طوفانونو مخه نیسي. موږ باید یو نیالګی د ځان لپاره او بل هم د خپل هېواد لپاره کښېنوو، دا ډېرې ګټې لري، تازه اکسیجن تولیدوي او چاپیریال ورسره پاک او سمسورېږي. "

ځايي ولس دا ډول ټولیز بهیرونه د قومونو، کلیو او ولسونو په مینځ کې د یووالي او د دوی ترمینځ د متقابلې همکارۍ د ډېرېدو لامل بولي. د بهیر یو بل ګډونوال امید نېکزاد مشال راډيو ته وویل د یووالي همدا برکت دی چې د سلګونو نیالګیو کښېنول چې یو لوی کار دی، د قوم د ولسونو له خوا په اسانۍ کېږي. نوموړي وویل په قام، کلي او کور کې چې یووالی نه وي، هېڅ مثبت کار او حرکت يې پر مخ نه شي تللی.

په پام کې ده چې راتلونکې اوونۍ د خوست په مرکز کې د "زرغون خوست" د نیالګیو د کښېنولو درې ورځنی دودیز بهیر هم ترسره شي.

XS
SM
MD
LG