په پاريس کې پر لپسې بريدونو تر ۱۲۰ زيات وژلي دي
د فرانسې پولیس وایي چې د دې هيواد د سرښار پاريس د موسيقۍ په يوه تالار، ريسټورانت او د فټبال پر يوی لوی لوبغالي په بمي بریدونو او ځان وژونکو حملو کې تر ۱۲۰ زيات کسان وژل شوي دي. دا پرله پسې ترهګريز بریدونه چې تېره شپه (جمعه) رامنځ ته شول، د فرانسې په تاریخ کې تر ټولو سخت ترهګر بریدونه ګڼل کيږي.