د افغانستان او د خیبر پښتونخوا چارواکي او اوسېدونکي وايي، د پاکستان او طالبانو حکومتي سرتېرو په کونړ او باجوړ کې پر مختلفو ځایونو توغندي ویشتلي دي چې پکې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت ویلي دي چې پاکستانیو ځواکونو د مارچ پر ۲۹مه ناوخته د کونړ پر مرکز اسعد اباد او ناړۍ ولسوالۍ د توپونو توغندي وویشتل چې پکې یو کس ووژل او ۱۶ ژوبل شول.
خو په اسعد اباد کې یوې روغتیايي او بلې طالب سرچینې د مارچ پر ۳۰مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستانیو ځواکونو د توپونو په حملو کې درې ولسي وګړي وژل شوي، ۲۲ ژوبل دي او یوشمېر کورونه زیانمن شوي دي.
د کونړ د ولایتي روغتون مشر قاري مظفر مخلص سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، یوشمېر عاجل ټپیان یې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته انتقال کړي او نور په اسعد اباد کې تر درملنې لاندې دي.
د پاکستان حکومت او پوځ لا پر کونړ د توغندیو ورولو په اړه د سیمه ییزو چارواکو د دعوو په غبرګون کې رسماً څه نه دي ویلي.
په همدې حال کې د باجوړ اوسېدونکو مشال راډيو ته وویل چې د طالبانو حکومتي ځواکونو پر لغړۍ سیمې هاوان (مارټر) توغندي ویشتلي چې پکې چا ته مرګژوبله نه ده اوښتې خو خلک وېرېدلي دي او ځانونه خوندي ځایونو ته رسوي.
د طالبانو حکومت لا د باجوړ د اوسېدونکو د ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
پاکستان د فبرورۍ د مياشتې له وروستيو راهیسې پر کابل، ننګرهار، پکتيکا، خوست او کونړ بمبارۍ کړې دي. په غبرګون کې یې د طالبانو حکومتي سرتېرو هم پر پاکستان ډرون حملې کړې دي او د هغه هېواد له امنیتي سرتېرو سره یې د مخامخ جګړې له لارې ځواب ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمینځ د اختر په مناسبت شوی پینځه ورځنی اوربند د روانې میاشت پر ۲۳مه ختم شو.
د خیبر پښتونخوا ګورنر (والي) فیصل کریم کونډي د مارچ پر ۲۶مه په پېښور کې خبري غونډې ته وویل، اوربند ختم شوی خو د "دوستو هېوادونو په مشوره" یې بمباري درولې ده. نوموړي البته خبرداری ورکړ چې پاکستان به بیا هم "د استخباراتي معلوماتو پر اساس" په افغانستان کې دننه "عملیات" کوي.
د افغانستان او پاکستان نښتې د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته پیل شوې چې د پاکستان پوځ په ننګرهار او پکتیکا کې پر یوشمېر سیمو هوايي او د درنو وسلو بریدونه وکړل، چې په ځواب کې يې طالبانو هم ډېورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستانيو پوستو بريدونه وکړل. دواړو خواوو په هغو بريدونو کې يو بل ته د مرګژوبلې اړولو دعوې وکړې.
د مارچ پر ۱۶مه، د شپې شاوخوا نهه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پاکستاني پوځ په برید کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.
د مارچ پر ۱۶مه، د شپې شاوخوا نهه د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پاکستاني پوځ په برید کې سلګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته.
خو د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو دعوه وکړه چې روغتون یې نه دی ویشتلی او "پوځي تاسیسات، د ترهګرۍ مرکزونه" او "د وسلو زېرمتون" یې په نخښه کړی دی.
البته د ملګرو ملتونو، د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او د بخښنې نړیوال سازمان په ګډون یوشمېر نړیوالو ادارو ویلي دي چې په هغه برید کې په نشه يي توکو د روږدو د درملنې مرکز په نخښه شوی چې سلګونه کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د مارچ پر ۲۷مه په بیان کې وویل، پر روغتون د پاکستان هوايي برید "ناقانونه" وو او "ښايي جنګي جرم" وبلل شي.
د پاکستان حکومت په تېرو څلورو کلونو کې په بیا بیا پر طالبانو تور پورې کړی دی چې هلته یې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون اسلام اباد مخالفه وسلوالو ته پټنځایونه ورکړي دي.
د طالبانو حکومت په وار وار ويلي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هېڅ یوه ګاونډي هیواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.
خپله ټي ټي پي هم وايي چې وسلوال یې په پاکستان کې دي او په بل هېواد کې پټنځایونو ته اړتیا نه لري.