د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۷ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده


د پاکستان د پوځ سرتېري په شمالي وزیرستان کې پر ډېورنډ کرښه ګزمه کوي - پخوانی انځور.
د پاکستان د پوځ سرتېري په شمالي وزیرستان کې پر ډېورنډ کرښه ګزمه کوي - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې د نښتې پر مهال د اووه مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د اپرېل پر ۱۷مه په بیان کې ویلي دي چې هغو وسلوالو له افغانستانه شمالي وزیرستان ته د اوښتو هڅه کوله چې امنیتي سرتېرو د غلام خان په سپینکي سیمه کې محاصره کړل او ورسره یې نښته وشوه.

په بیان کې دا نه دي راغلي چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم د پوځ د دعوې په اړه څه نه دي ویلي.

بیان وايي چې سرتېرو وروسته د نښتې له ځایه وسلې او چوونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

ای اېس پي ار زیاتوي چې پاکستان په بیا بیا د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې پوله دې په "موثره توګه مدیریت" کړي او ورڅخه هیله لري چې وسلوال "د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره" د افغانستان خاورې کارولو ته پرې نه ږدي.

د طالبانو حکومت لا د پوځ د بیان په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د افغانستان خاوره د هېچا پرضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.

طالبان داراز وايي چې هېڅ وسلوالې ډلې ته یې د افغانستان پر خاوره پټنځایونه نه دي ورکړي او دا چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) وسلوال فعالیتونه د پاکستان داخلي موضوع ده چې باید یې خپله هواره کړي.

په خیبر پښتونخوا کې له اوږدې مودې راهيسې بدامني ده او وخت پر وخت پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو، او داراز، پر حکومتي کارکوونکو، ولسي مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او فعالانو حملې کېږي.

په هغه صوبه کې د روانې ناامنۍ پرضد ولسونو پراخې مظاهرې، جلسې او جرګې کړې دي.

داراز، د پاکستان پوځ هم وايي چې هلته یې د وسلوالو پرضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی او اکثر پکې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

د اپرېل پر ۱۳مه په بونېر کې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال په نښته کې دوه سرتېري او یو مشکوک وسلوال ووژل شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG