د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لنډمهالی وزیراعظم د امریکا په ۵ ورځني سفر دی


 انوارالحق کاکړ د سفر پر مهال له نړیوالو مشرانو سره پر سیمه ییز امنیت غږېږي ـ پخوانی انځور
انوارالحق کاکړ د سفر پر مهال له نړیوالو مشرانو سره پر سیمه ییز امنیت غږېږي ـ پخوانی انځور

د پاکستان لنډمهالی وزیراعظم انوار الحق کاکړ په پینځه ورځني سفر امریکا ته روان شوی دی.

د وزیراعظم دفتر د سېپټېمبر پر ۱۷مه په بیان کې ویلي دي چې نوموړی په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې په کلنۍ غونډه کې د ګډون تر څنګ د یوشمېر هېوادونو له مشرانو سره ګوري.

د ملګرو ملتونو د عمومي جرګې کلنۍ غونډه د سېپټېمبر پر ۱۹مه پیلېږي او وزیراعظم کاکړ به ورته د سېپټېمبر پر ۲۲مه وینا کوي.

بیان وايي، کاکړ تر کلنۍ غونډې مخکې په امریکا کې له پاکستانیو سوداګرو سره ګوري او د چاپېریال ساتنې په اړه د ملګرو ملتونو په یوه نړیواله غونډه کې برخه اخلي.

کاکړ خپله د سېپټېمبر پر ۱۶مه له امریکا غږ اردو سره په مرکه کې ویلي ول چې د سفر پر مهال له نړیوالو مشرانو سره پر سیمه ییز امنیت غږېږي.

ده ویلي ول چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ له ناټو اېتلافه د پاتې شویو وسلو په اړه ځکه له امریکايي چارواکو سره نه غږېږي چې هغه وسلې یې قصداً نه وې پرېښې.

کاکړ په اګست کې دعوه کړې وه چې په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو څخه پاتې وسلې د ''ترهګرو ډلو لاس ته ورغلې'' دي چې دا د ټولې سیمې او نړۍ امنیت ته ګواښ پېښوي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه تر جګړو وروسته پر افغانستان واکمن شول او جمهوري حکومت یې ړنګ کړ. هغه مهال د امریکا په مشرۍ د ناټو زیاتره پوځیان وار له مخه له افغانستانه وتلي ول.

د کابل تر نیولو څو ورځې وروسته طالبانو بهرنۍ سپکې او درنې وسلې نندارې ته وړاندې کړې وې.

د پاکستان په ګډون د نړۍ هېڅ یوه هېواد هم لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو حکومت وايي چې لاس ته ورغلې وسلې د هېچا لپاره خطر نه دی او د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.

XS
SM
MD
LG