د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د پېټرولو او ډیزلو بیې کمې کړې دي


په راولپېنډۍ کې د پمپ کارکوونکي په یو ګاډي او موټرسایکل کې تېل اچوي - پخوانی انځور.
په راولپېنډۍ کې د پمپ کارکوونکي په یو ګاډي او موټرسایکل کې تېل اچوي - پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت د مې له لومړۍ څخه د پېټرولو او ډیزلو د بیو کمولو اعلان کړی دی.

د مالیې وزارت د اپرېل پر ۳۰مه په بیان کې ویلي دي چې په تېرو دوو اوونیو کې په نړیوال بازار کې د تېلو نرخ کم شوی دی نو ځکه د یو لیټر پېټرولو نرخ پینځه روپۍ ۴۵ پیسې کموي چې ورسره یې نوې بیه ۲۸۸ روپۍ او ۴۹ پیسو ته ټیټه شوې ده.

د مالیې وزارت ویلي دي چې د یو لیټر ډیزلو بیه اته روپۍ او ۴۲ روپۍ کموي چې ورسره یې نوی نرخ شاوخوا ۲۸۲ روپۍ ته ښکته شوی دی.

بیان زیاتوي چې د تېلو نوې بیې به د مې تر نیمايي پورې عملي وي.

د پاکستان د مالیې وزارت د اپرېل په پیل او بیا په نیمايي کې د پېټرولو او ډیزلو بیې لوړې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د اپرېل پر ۲۹مه د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) پاکستان ته د درې اربه امریکايي ډالرو د پور پروګرام د وروستۍ برخې، چې ۱،۱ اربه ډالر کېږي، ورکولو اعلان وکړ.

ای اېم اېف د روان کال په جنورۍ کې پاکستان ته د هغه پور دویم قسط، چې څه باندې ۷۰۵ مېليونه ډالر کېدل، ورکړی وو.

پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې د اقتصادي بحران له وجې له ای اېم اېفه د قرض اخیستو موافقه کړې وه او له هغه وخت راهیسې یې د پور د شرطونو پوره کولو لپاره په پړاوونو کې د برېښنا، تېلو او ګیس په بیو کې دولتي رعایت ختمولو ته دوام ورکړی دی. له دې سره په هغه هېواد کې د انرژۍ بیې خورا لوړې شوې چې پرضد یې خلکو او ګوندونو مظاهرې هم کړې وې.

XS
SM
MD
LG