د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان هوايي چلند ادارې ۲۶۲ پایلټان معطل کړي


د پاکستا حکومت وايي، د درې لوړو پوړو چارواکیو پرضد به قانوني کاروایي کېږي (ارشیف)
د پاکستا حکومت وايي، د درې لوړو پوړو چارواکیو پرضد به قانوني کاروایي کېږي (ارشیف)

د پاکستان هوايي چلند ادارې هغه ۲۶۲ پایلټان معطل کړي دي چې خپل لایسنسونه یې په دهوکه یا جعل سازۍ تر لاسه کړي وو.

د هوايي چلند وفاقي وزیر غلام سرور خان د جون پر ۲۶مه وویل چې د پایلټانو پرضد پلټنې روانې دي او د درې لوړو پوړو چارواکیو پرضد به قانوني کاروایي کېږي.

په دوی کې ۱۴۱ پایلټانو د پاکستان سرکاري هوايي شرکت (پي اې ای) لپاره کار کاوه او پاتې نور د شخصي هوايي شرکتونو ملازمین وو.

د پایلټانو جعلي لایسنسونو معامله هغه وخت رامنځ ته شوه، کله چې د مې پر ۲۲مه په کراچۍ کې د پي اې ای د یوې الوتکې راغورځیدو د پیښې پلټنې کېدای.

په دغه پېښه کې د عملې په ګډون ۹۷ کسان مړه شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG