د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د درو سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ ۲۰ اووره سیالۍ کې اسټراليا ته په ۲۲ منډو ماتې ورکړه.
د لاهور په قذافي لوبغالي کې د جنورۍ ۲۹مې د سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې توپ وهنه (بېټينګ) غوره کړه.
پاکستان په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زيان ۱۶۸ منډې وکړې.
په ځواب کې د اسټراليا لوبډلې په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په زيان ۱۴۶ منډې وکړې او ټاکل شوی هدف يې تر لاسه نه کړ.
د دواړو هېوادونو ترمينځ به د درو ۲۰ اووره سیالیو دویمه لوبه د جنورۍ پر ۳۱مه او درېیمه به د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه ترسره شي.
دا ټولې سيالۍ به په لاهور کې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د کرکټ د ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ له اوومې بيا د مارچ تر اتمې په هند او سري لنکا کې وشي.