د پاکستان او اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې نن (د جنورۍ پر ۲۹مه) د درو ۲۰ اووره سياليو لوبلړۍ پيل کړه.
د دواړو لوبډلو ترمينځ لومړۍ لوبه د جنورۍ پر ۲۹مه د لاهور په قذافي لوبغالي کې د پېښور پر وخت مازیګر پر څلور بجې او د کابل پر وخت درې نيمې بجې پیل شوه.
د درو ۲۰ اووریزو سیالیو دویمه لوبه به د جنورۍ پر ۳۱مه او درېیمه به د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه ترسره شي.
دا ټولې سيالۍ به په لاهور کې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د کرکټ د ۲۰ اووره نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ له اوومې بيا د مارچ تر اتمې په هند او سري لنکا کې وشي.