د لاسرسي ځای

تازه خبر

روانه میاشت د پاکستان او افغانستان ترمینځ د کرکټ ۲۰ اووره سیالۍ پیلېږي


د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوشمېر نړیوالو لوبو کې یو بل ته مخامخ شوې دي - انځور له ارشیفه
د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوشمېر نړیوالو لوبو کې یو بل ته مخامخ شوې دي - انځور له ارشیفه

د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي‌ لوبډلې د روانې مارچ میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې درې ۲۰ اووره سیالۍ لري.

د افغانستان د کرکټ بورډ د مارچ پر اوومه په یو بیان کې ویلي چې دا لوبې به د افغانستان په کوربتوب د متحده عرب اماراتو د شارجې په میدان کې کېږي.

په بیان کې ویل شوي دي چې د لړۍ درې سیالۍ به د مارچ پر ۲۵مه، ۲۷مه او ۲۹مه کېږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه ویلي دي مینه وال دې د سیالیو نېټې له ځان سره یاداښت کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف ویلي چې د پاکستان د کرکټ بورډ مننه کوي چې سیالیو ته رضا شوي دي.

میرویس اشرف دا خبره ځکه کړې چې د افغانستان دا لوبې د اسټرالیا پر وړاندې پلان شوې وې خو هغوی د طالبانو له خوا پر ښځو د بندیزونو په غبرګون کې له افغانستان سره له لوبېدو انکار وکړ.

د پاکستان کرکټ بورډ پر ووبپاڼه په بیان کې د هغې ادارې د مشر نجم سېټي له خولې راغلي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ په شارجه کې کېدونکیو لوبو ته "ډېر لیواله" دی.

د سېټي په وینا، د افغانستان او پاکستان د کرکټ ادارو ترمینځ "ډېره ښه او ژوره همکاري‌" موجوده ده او افغان لوبغاړي د پاکستان سوپر لیګ (پي اېس اېل) په سیالیو کې "ډېر مینه وال" لري.

د پاکستان او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په یوشمېر یو ورځنیو او ۲۰ اووره سیالیو کې سره مخامخ شوې دي خو دا به لومړی ځل وي چې یو له بل سره د ۲۰ اووریزو لوبو رسمي لړۍ ترسره کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ له پاکستان سره تر راتلونکو سیالیو وړاندې د تمریناتو لپاره د ۲۳ افغان لوبغاړو نومونه اعلان کړي دي.


د افغان کرکټ بورډ د غوراوي کمېیټۍ غړیو د مارچ پر اتمه په یو خبري غونډه کې وویل چې دا لوبغاړي به په متحده عربي اماراتو کې په تمرینونو کې برخه اخلي او تر هغې وروسته به ملي لوبډله وټاکل شي.

په اعلان شویو لوبغاړو کې راشد خان لوبډلمشر دی او پکې رحمان الله ګربز، نجیب الله ځدراڼ، مجیب الرحمان، عظمت الله عمرزی، نوین الحق، فضل حق فاروقي، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، شاهد کمال، محمد نبي، کریم جنت، ګلبدین نایب، افسرځاځی، حضرت ځاځی، شرف الدین اشرف، نور احمد، ظاهر خان، فرید ملک، صدیق اتل، ننګیالی خروټی، نجات مسعود او بلال سمیع شامل دي.

په همدې حال کې د افغانستان د کرکټ بورډ د مارچ پر اتمه په یوه جلا بیان کې ویلي دي چې حمید حسن یې د لوبډلې د توپ اچونې یا بالېنګ نوی روزونکی ټاکلی دی. کرکټ بورډ وايي، حسن په متحده عربي اماراتو کې له لوبډلې سره یو ځای کېږي.

کرکټ بورډ د نوموړي له خولې لیکلي چې د دې دندې له پیلېدو سره خپله له نړیوال کرکټه تقاعد اخلي او خوشاله دی چې اوس به افغان بالران روزي.

د پاکستان کرکټ بورډ لا تر اوسه د افغانستان پر وړاندې د راتلونکو درو ۲۰ اووره لوبو لپاره د ممکنه لوبغاړو نوملړ نه دی اعلان کړی.

د دې لامل ښايي دا وي چې د پاکستان د ملي کرکټ لوبډلې زیاتره غړي دا وخت د پاکستان سوپر لیګ په سیالیو کې بوخت دي چې د فبرورۍ پر ۱۳مه پیل شوې وې او د مارچ پر ۱۹مه به یې پایلوبه وي.

د دې تر څنګ د راشد خان، رحمان الله ګربز او نوین الحق په ګډون د افغانستان د کرکټ یوشمېر ملي لوبغاړي هم په روان پي اېس اېل کې د بېلابېلو لوبډلو له خوا لوبېږي.

په نړیوال کرکټ د هند او پاکستان ترمینځ لوبې زیاتره وخت نه یوازې د دواړو هیوادونو بلکې په نړۍ کې د کرکټ مینه والو د زیاتې دلچسپۍ وړ بلل کېږي.

خو په وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمینځ هم د کرکټ لوبو پرمهال د مینه والو احساسات زیات وي او په ځینو وختونو کې شخړې هم شوې دي.

په دې تصویر کې د پاکستان اصف علي او د افغانستان فرید ملک یو بل ته غصه برېښي - پخوانی انځور.
په دې تصویر کې د پاکستان اصف علي او د افغانستان فرید ملک یو بل ته غصه برېښي - پخوانی انځور.

د پاکستان او افغانستان د کرکټ مینه والو د ۲۰۲۲ز کال د سېپټېمبر پر اوومه د متحده عرب اماراتو په شارجه میدان کې له یو بل سره لاس اچولی وو.

د ۲۰ اووره اسیا کپ په هغه سیالۍ کې افغان لوبډلې لومړی بیټېنګ کړی وو او په ۲۰ اوورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سر ۱۲۹ منډې کړې وې.

په ځواب کې د پاکستان لوبډلې نهه لوبغاړي سوځېدلي ول او په وروستي اوور کې یې سیالي وګټله.

د کرکټ په اړه نړیوالې ووبپاڼې کرک انفو د معلوماتو له مخې، د پاکستان او افغانستان ترمینځ تر اوسه د کرکټ څلور یو ورځنۍ او درې ۲۰ اووره نړیوالې لوبې شوې دي چې ټولې پاکستان ګټلې دي.

XS
SM
MD
LG