د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن اېشیا کپ کې پاکستان او افغانستان یو بل ته مخامخېږي


د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سېپټېمبر اوومې سیالي خورا مهمه بلل کېږي - پخوانی انځور.
د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سېپټېمبر اوومې سیالي خورا مهمه بلل کېږي - پخوانی انځور.

د اېشیا جام په نوم د ۲۰ اووریزه کرکټ اتلولۍ په لړ کې د پاکستان او افغانستان ملي لوبډلې یو بل ته مخامخېږي.

دا سیالي پېښور پر وخت د ماښام پر اووه او د کابل پر شپږ نیمو بجو د متحده عربي اماراتو په شارجه کې پیلېږي.

د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سېپټېمبر اوومې سیالي خورا مهمه بلل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر شپږمه سري لنکا د څلور غوره لوبډلو د پړاو په سیالۍ کې هند ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

هندۍ لوبډلې په لومړي بیټېنګ کې سري لنکا ته د ۱۷۴ منډو هدف ورکړ. په ځواب کې یې سري لنکایۍ لوبډلې په وروستي اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ټاکلی هدف پوره کړ او پایلوبې ته یې لاره ومونده.

د څلور غوره لوبډلو په پړاو کې تر اوسه پاکستان خپله یوه سیالي ګټلې، افغانستان خپله لومړۍ هغه بایللې او هند دواړه سیالۍ بایللې دي.

ټاکل شوې چې د اېشیا کپ په نوم د اتلولۍ پایلوبه د سېپټېمبر پر ۱۱مه وشي.

اېشیا کرکټ کپ په لومړي ځل په ۱۹۸۴ز کال کې شوی وو او په وروستي ځل په ۲۰۱۸ز کال کې هند ګټلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG