د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسیا کرکټ شورا د افغانستان کرکټ بورډ بودیجه زیاته کړه


د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف - انځور له ارشيفه
د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف - انځور له ارشيفه

د اسیا کرکټ شورا د افغانستان د کرکټ بورډ لپاره ورکول کېدونکې پیسې زیاتې کړې دي.

د کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف د فبرورۍ پر څلورمه په يو ويډيويي پيغام کې وويل چې په بحرين کې د اسيا کرکټ شورا غړيو په غونډه کې له افغان کرکټ څخه د بشپړ ملاتړ اعلان وشو.

اشرف زیاته کړه، "په غونډه کې د شورا بورډ غړو افغان کرکټ" ته بودیجه لوړه کړه، او" دا پيسې له شپږ سلنه څخه ۱۵ سلنې ته پورته شوې چې له لوبلړیو څخه به افغانستان ته ورکول کېږي."

میرویس اشرف داسې وخت د اسیايي شورا د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړی چې اسټراليايۍ لوبډلې په وروستیو کې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر تعلیم د طالبانو د بندیز په غبرګون د افغان سړیو لوبغاړو له ملي لوبډ‌لې سره خپلې لوبې لغوه کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG