د عمر متین پلار وايي، د خپل زوی په کرکه و نه پوهېدلو
د جون پر ۱۲ نېټه د امریکا فلوریډا ایالت د اورلانډو په همجنسبازانو نڅاڅي کې د ډله ییزې وژنې پس د بریدګر پلار ویلي چې زوی یې یو ډېر ښه هلک و. پر فېسبوک پاڼه خپره شوې ویډيو کې د عمر متین پلار صدیق متین ویلي، دی نه پوهېږي چې زوی یې څه شي برید کولو ته وهڅاوه. په خټه افغان امریکايی عمر متین هله پولیسو وواژه چې پر یوه نڅاځي (نایټکلب) یې په خپل وروړي یرغل کې ۵۰ تنه وژلي او ۵۳ تنه یې ژوبل کړي دي. سرچینه: د صدیق متین فېسبوک