د خیبر پښتونخوا د منځنۍ اورکزیو اوسېدونکو له حکومته غوښتنه کړې ده چې د سیمې وران سړکونه دې ورته ورغوي.
د شېخانو اوسېدونکو د مارچ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې صوبايي حکومت په خپله تېره دوره کې له کډې سیمې څخه تر مېشتو مېنې یا مېلې پورې د سړک جوړولو چارې پیل کړې وې چې په ۲۰۲۴ز کال کې یې په نوې دوره کې ودرولې.
دوی وايي، د سړک خرابوالي له وجې له مشکلاتو سره مخامخ دي او چې کله باران وشي نو د خلکو تګ راتګ لا ستونزمن شي.
د سیمې یو اوسېدونکي او سوداګر اسلم خان اورکزی وايي چې سلګونه خلک هره ورځ مېشتو مېنې ته تلونکی سړک کاروي خو هغه دومره خراب دی چې مریضان روغتون ته لېږدول هم ګران شوي دي.
اخوا په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د منځنیو اورکزیو استازي اورنګزېب د مارچ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې هلته به د سړک جوړونې چارې ژر پیل شي.
نوموړی وايي، حکومت به لومړی پخوانۍ پروژې بشپړوي او په نویو هغو به کار پیلوي.
اورکزي هم د خیبر پښتونخوا له ناارامو ضلعو څخه ده چې پکې وخت په وخت د ناامنۍ پېښې کېږي.
په همدې حال کې انتظامیه وايي چې د سیمې د امنیت او د پرمختیايي کارونو د ترسره کېدو لپاره لاس په کار ده.