د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان اوسېدونکو د میرلي-ټل سړک د تعمیراتي کارونو چټکولو غوښتنه کړې ده


د شوې اوسېدونکي وايي، د سړک جوړولو چارې شاوخوا دوه کاله مخکې پیل شوې وې چې لا هم نه دي بشپړې شوې - د مارچ ۱۹مې انځور.
د شوې اوسېدونکي وايي، د سړک جوړولو چارې شاوخوا دوه کاله مخکې پیل شوې وې چې لا هم نه دي بشپړې شوې - د مارچ ۱۹مې انځور.

د شمالي وزیرستان د شوې اوسېدونکو د میرلي او ټل ترمینځ د سړک د تعمیراتي چارو چټکولو غوښتنه کړې ده.

د سیمې لسګونه اوسېدونکو د مارچ پر ۱۹مه د مظاهرې پر مهال مشال راډیو ته وویل، پر هغه سړک په بېلابېلو ځایونو کې پلونه مات دي چې له کبله یې خلک په تګ راتګ کې له مشکلاتو سره مخامخ دي.

دوی وايي، د سړک زیاتره برخې خامې دي او په پیل کې په ځینو ځایونو کې تعمیراتي کار "غیر معیاري" وو چې له کبله یې څه وخت وروسته سړک بیا خراب شو.

د شوې کبل خېلو تحصیل د ځوانانو سازمان مشر قاسم وزیر وايي، که حکومت د سړک جوړولو چارې تېزې نه کړي نو احتجاجي پرلت وهي.

دی وايي، پر لاره "پلونه مات دي چې یوه ورځ مخکې [ورڅخه] د سکول یو ګاډی" پرېوت.

د وزیر په خبره، کله چې سړک خراب وي او بند وي، نو داسې "ډېر خلک وي چې مریضان هسپتالونو ته وړي یا د نورو کارونو لپاره ورځي نو د دې له وجې مشکلات لري."

له ټل څخه تر میرلي پورې د ۵۴ کېلومیټره اوږد سړک تعمیراتي چارې شاوخوا دوه کاله مخکې د پوځ د کارونو او انجینرۍ څانګې پیل کړې وې.

د سیمې یو خبریال زاهد وزیر مشال راډیو ته وویل، ټاکل شوې وه چې د سړک جوړولو کارونه په دوو کلونو کې پوره شي خو داسې نه و نه شول.

دی وايي، د هغه سړک زیاتره برخه له غرییزې سیمې تېرېږي او د سیمې خلک ټل ته د تګ راتګ متبادله لاره نه لري.

وزیر البته زیاتوي چې د خلکو تر شکایتونو وروسته د سړک جوړونې کار تېز او معیاري شوی دی.

په میرامشا کې د پوځ یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، هم د مارچ پر ۱۹مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د شوې له مشرانو سره یې جرګه کړې ده او پر سړک یې کارونه چټک کړي دي.

ده داراز زیاته کړه چې که د سیمې خلک پر سړک په کوم ځای کې "غیر معیاري" کار ګوري نو چارواکي دې خبروي چې هغوی پر وخت اقدام وکړي.

XS
SM
MD
LG