د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېلمند کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۱ تنه وژل شوي دي


په افغانستان کې په تېرو کلونو کې په ټرافیکي پېښو کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اړولې - پخوانی انځور.
په افغانستان کې په تېرو کلونو کې په ټرافیکي پېښو کې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اړولې - پخوانی انځور.

د طالبانو د حکومت چارواکي او رسنۍ وايي، د افغانستان په هېلمند ولایت کې په ټرافیکي پېښه کې ۲۱تنه وژل شوي او ۱۱ سخت ژوبل دي.

د طالبانو د حکومت تر واک لاندې ملي راډیو او ټېلېوېژن پر اېکس پاڼه لیکلي دي چې د مارچ پر ۱۷مه د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې یو مساپر وړونکی بس، د تېلو ټانکر او موټرسایکل په خپلو کې جنګېدلي دي چې مرګژوبله یې اړولې.

ملي راډیو ټېلېوېژن په خپل خبر کې زیاتوي چې سخت ژوبل کسان د ګرشک او مرکز لښکرګاه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

افغان اسلامي اژانس په ګرشک ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت د ټرافیکي چارو د مشر ملا قدرت الله جمال په حواله وايي چې پېښه د یکشنبې (اتوار) پر سهار وختي شوې چې پکې ټول ۳۲ تنه ژوبل ول چې ورڅخه یې ۲۱ سرسري ټپیان تر درملنې وروسته له روغتونه فارغ شول.

جمال وايي چې له هراته د کابل پر لوري روان بس له "موټرسایکل سره وجنګېد. پر موټرسایکل سپاره دواړه تنه ووژل شول. تر دې وروسته بس د ډرېور له واکه ووت او د تېلو له ټانکر سره وجنګېد. په ټانکر کې ناست درې تنه ووژل شول. ګاډو اور واخیست او په بس کې سپاره ۱۶ تنه ووژل شول."

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس په هېلمند کې د روغتیايي چارواکو په حواله ویلي دي چې ځینې ژوبل کسان سخت سوځېدلي دي چې روغتیايي حالت یې خراب دی.

بي بي سي پښتو د چارواکو له قوله وايي چې په ۲۰۲۳ز کال کې په افغانستان کې څه باندې ۳،۰۰۰ ټرافیکي پېښې شوې دي او ډېره مرګژوبله پر لویو لارو اوښتې ده.

د ۲۰۲۳ز کال په جون کې د افغانستان د سرپل ولايت په صیاد ولسوالۍ کې په یوه ټرافیکي پېښه کې ۲۴ کسان وژل شوي ول.

تر دې مخکې، د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې د افغانستان په شمال کې د سالنګ په سرنګ کې د تېلو یوه ټانکر د اوښتو په پېښه کې اور ولګېد چې پکې ۳۱ کسان ووژل شول. د طالبانو حکومت هغه مهال ویلي ول چې په سرنګ کې لږترلږه ۳۰ نور ګاډي هم سوځېدلي ول.

په افغانستان کې اکثر ټرافیکي پېښې د قوانینو نه عملي کېدو، د ډرېورانو بې احتیاطۍ، د سړکونو خرابوالي، د خورا پخوانیو یا د ښي لاسو ګاډو استعمال او پر وخت د ګاډو معاینې او مرمت نه کولو له کبله پېښېږي چې مرګژوبله اړوي.

XS
SM
MD
LG