د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: سالنګ کې د اور لګېدو پېښه کې د وژل شویو شمېر ۳۱ ته رسېدلی


د طالبانو حکومت وايي، په سالنګ کې په اور کې لږترلږه ۳۰ ګاډي سوځېدلي دي - د ډېسېمبر ۱۸مې انځور.
د طالبانو حکومت وايي، په سالنګ کې په اور کې لږترلږه ۳۰ ګاډي سوځېدلي دي - د ډېسېمبر ۱۸مې انځور.

د افغانستان په شمال کې د سالنګ په سرنګ کې د تېلو یوه ټانکر د سوځېدو په پېښه کې د وژل شویو شمېر ۳۱ ته رسېدلی دی.

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکتر شرافت زمان د ډېسېمبر پر ۱۹مه رسنیو ته وویل چې د پېښې له ځایه روغتونونو ته ۳۱ مړي او ۳۷ ژوبل کسان وروړل شوي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې اور د ډېسېمبر پر ۱۷مه شپې مهال د تېلو د ټانکر اوښتو له وجې ولګېد او وروسته په سرنګ کې لږترلږه ۳۰ نور ګاډي هم سوځېدلي دي.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویندوی حمیدالله مصباح د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې اور د یکشنبې یا اتوار پر سهار ووژل شو.

د هغې پېښې له وجې د سالنګ لاره د تګ راتګ لپاره تړلې ده.

سالنګ یوه غرییزه سیمه ده چې پکې سرنګ د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد جنوبي ولایتونه د شمال له اتو ولایتونو سره نښلوي.

په هغه سیمه کې په ژمي کې خورا زیاته واوره اوري چې له کبله یې د سالنګ لاره او سرنګ اکثر تر څه مودې پورې تړل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG