د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د سالنګ سرنګ کې د اور لګېدو پېښه کې ۲۰ کسان وژل شوي دي


د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، اور د ډېسېمبر پر ۱۷مه شپې مهال په سرنګ کې د تېلو ټانکر اوښتو له کبله ولګېد.
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، اور د ډېسېمبر پر ۱۷مه شپې مهال په سرنګ کې د تېلو ټانکر اوښتو له کبله ولګېد.

د افغانستان په شمال کې د سالنګ په سرنګ کې د تېلو یوه ټانکر د سوځېدو په پېښه کې د وژل شویو شمېر لږترلږه ۲۰ ته رسېدلی دی.

په پروان کې د طالبانو د حکومت والي سید حکمت الله هاشمي وايي، د ډېسېمبر پر ۱۷مه شپې مهال په پېښه کې ۳۲ کسان ژوبل شوي دي.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې اور د تېلو د ټانکر اوښتو له وجې ولګېد او وروسته په سرنګ کې یوشمېر نورو موټرو هم اور واخیست. دوی په پېښه کې د مرګژوبلې زیاتېدو وېره ښوولې ده.

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت ویندوی حمیدالله مصباح د ډېسېمبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې اور وژل شوی دی او دا چې د سالنګ لاره تړل شوې ده.

سالنګ یوه غرییزه سیمه ده چې پکې سرنګ د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد جنوبي ولایتونه د شمال له اتو ولایتونو سره نښلوي.

په هغه سیمه کې په ژمي کې خورا زیاته واوره اوري چې له کبله یې د سالنګ لاره او سرنګ اکثر تر څه مودې پورې تړل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG