په پاريس کې په پر لپسې بريدونو کې تر ۱۲۰ زيات کسان وژل شوي
د فرانسې پولیس وایي چې د دې هيواد د سرښار پاريس د موسيقۍ په يوه تالار، ريسټورانت او د فټبال پر يوه لوی لوبغالي په بمي بریدونو او ځان وژونکو حملو کې تر ۱۲۰ زيات کسان وژل شوي دي. په لوبغالي کې د فرانسې او جرمني تر منځ کېدونکې د فټبال لوبې ليدو ته د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند هم ورغلی و چې ناڅاپه د چادونو غږونه واورېدل شول.