د خیبر پښتونخوا حکومت وايي، پوځ ورسره منلې ده چې د ملاکنډ ډېوېژن د امنيت ساتلو چارې پولیسو او د پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګې (کاونټر ټېررېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) ته سپاري.
د خیبر پښتونخوا د قانون وزیر افتاب عالم د فېبرورۍ پر ۱۰مه پر اېکس په خپاره کړي ويډيويي بیان کې وويل چې دا پرېکړه په پېښور کې د اعلاوزیر په مشرۍ د لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو کمېټۍ (اپېکس کمېټۍ) په وروستۍ غونډه کې شوې ده.
نوموړي ویلي، "زما په خیال دا ګام زموږ د صوبايي حکومت او زموږ د پوځي مشرتابه یوه لاس ته راوړنه، پر پولیسو د باور ښکاره کول او د دې خبرې ثبوت دی چې په صوبه کې مو امنیت په بحالېدو دی."
افتاب عالم وايي، له دې سره په خیبر پښتونخوا کې له پوځه پولیسو ته د امنيتي چارو د سپارلو بهیر پيل شوی دی. خو نوموړي له ملاکنډه د پوځ د وتلو او پولیسو ته په رسمي ډول د امنیتي چارو د لېږدولو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.
د پاکستان پوځ لا د قانون وزیر د څرګندونو په اړه رسماً څه نه دي ویلي.
البته پوځ د ۲۰۲۲ز کال د جون په پیل کې تر شاوخوا ۱۵ کلونو وروسته د سوات په ګډون د ملاکنډ ډېوېژن د امنیتي چارو د پولیسو تر واک لاندې فرنټییر کانسټیبلري ځواک ته د سپارلو اعلان کړی وو.
په ملاکنډ کې یوشمېر سیاسي ګوندونو، قامي مشرانو او د بشري حقونو فعالانو په بېلابېلو وختونو کې د احتجاجونو، غونډو او جرګو له لارې هلته د پوځ پر موجودګۍ نیوکې کړې دي او له حکومته یې غوښتي دي چې د امنیت چارې دې پولیسو ته وسپاري.
د پاکستان پوځ په ۲۰۱۸ز کال کې د سوات ولسي چارې ځايي انتظامیې ته سپارلې وې. پوځ وايي، د خیبر پښتونخوا د امنیت لپاره په بېلابېلو سیمو کې یې د سرتېرو موجودګي اړینه ده.
د پاکستان پوځ ته په ۲۰۰۷ز کال کې پر داسې مهال د سوات د امنيتي چارو سمبالولو دنده سپارل شوې وه چې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پخواني مشر مولانا فضل الله په مشرۍ په سيمه کې چاودنې، هدفي وژنې او نور وسلوال فعاليتونه پیل شوي ول.
پوځ د مولانا فضل الله د ډلې پرضد یوشمېر عمليات وکړل خو پرېکنده کارروايي يې په ۲۰۰۹ز کال کې وکړه او سوات يې له وسلوالو پاک کړ.
د دې عملياتو په نتيجه کې مولانا فضل الله افغانستان ته وتښتېده چې د ۲۰۱۸ز کال د جون پر ۱۳مه په کونړ کې د امريکا ډرون الوتکې په برید کې ووژل شو.
د ۲۰۰۹ز کال په عملياتو کې له سواته شاوخوا دوه مېليونه کسان بې کوره شول چې وروسته خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول.