د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې بريدونو ۱ ولسي وګړی او ۲ سرتېري وژلي، ۲ ژوبل دي

د پاکستان امنيتي ځواکونه په شمالي وزيرستان کې ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه
د پاکستان امنيتي ځواکونه په شمالي وزيرستان کې ګزمه کوي ـ انځور له ارشيفه

په شمالي وزیرستان کې په وسلوال بريد کې دوه امنيتي سرتېري وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.

په میرامشا کې پوځي او استخباراتي چارواکو د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د مارچ پر ۱۹مه ماسپښين مهال په دته‌ خېلو کې د سرحدي ځواک د سرتېرو پر ګزمې رېموټ کنټرول بمي بريد وکړ چې پکې دوه سرتېري ووژل شول او دوه نور ژوبل شول.

هغو چارواکو زياته کړه چې په برید کې ژوبل شوي سرتېري يې پوځي روغتون ته لېږدولي دي.

بلخوا د میرامشا د پولیسو دفتر او ځایي اوسېدونکو د مارچ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وويل چې تېره شپه وسلوالو په تپي سیمه کې یو ځايي ځوان وژلی دی.

هغوی زياته کړه چې وژل شوی په جومات کې په اعتکاف کې ناست وو چې وسلوالو ورباندې بريد وکړ.

پولیس وايي، د پېښې مقدمه یې دایره کړې ده.

د دته خېلو او تپي سیمو د حملو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

له تېرو شاوخوا څلورو کلونو راهيسې د شمالي وزيرستان په ګډون د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

د خيبر پښتونخوا اوسېدونکو هلته د ناامنيو پر ضد وخت په وخت مظاهرې هم کړې دي.

اخوا حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

XS
SM
MD
LG