د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملاکنډ وکیلانو د خپل یو ملګري د وژنې پرضد له عدالتي چارو پرېکون کړی دی

ځايي خبریالان وايي، پېښه په سیدو شریف کې شوې ده.
ځايي خبریالان وايي، پېښه په سیدو شریف کې شوې ده.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې په یوه شخصي یا ذاتي شخړه کې د یو وکیل تر وژنې وروسته د سیمې وکیلانو احتجاجاً له عدالتي چارو پرېکون (بایکاټ) کړی دی.

په سوات کې یو ځايي خبریال سلیم اطهر د پولیسو په حواله مشال راډيو ته وویل چې د فبرورۍ پر ۱۱مه په سیدو شریف کې د وکیل عطا الله جان د کورنۍ له یوې بلې کورنۍ سره د ماشومانو پر سر لفظي شخړه تر وهلو ټکلو او ډزو ورسېده.

پولیس وايي، په ډزو کې عطا الله جان ووژل شو او د دواړو خواوو نهه تنه ژوبل شول.

یو بل ځايي خبریال شهزاد عالم د سیمې د اوسېدونکو په حواله وايي چې د مخالفې کورنۍ یو غړي تر شخړې وروسته عطا الله جان او د هغه وراره منصور جان وویشتل. دی وايي، په ډزو کې جان پر هغه ځای ووژل شو او وراره یې ژوبل شو.

عالم او اطهر زیاتوي چې تر دې وروسته د جان د کورنۍ غړو پر مخالفې کورنۍ ډزې وکړې چې پکې یوشمېر کسان ژوبل شول.

پولیس زیاتوي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړي دي او د دواړو کورنیو شپږ غړي یې نیولي دي.

تر پېښې وروسته د خیبر پښتونخوا د وکیلانو ټولنې رسنیو ته په استولي بیان کې د جان وژنه وغندله.

ټولنې په بیان کې وویل چې وکیلان د پېښې پر ضد د فبرورۍ پر ۱۲مه په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې له عدالتي چارو پرېکون کوي.

XS
SM
MD
LG