د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کواټ اوسېدونکي وايي حکومت دې په کتابتون کې د ولسي خدمت مرکز نه جوړوي


د کواټ په کې ډي اې نومي سیمه کې دا ولسي کتابتون له ۲۰۰۸م څخه تر ۲۰۱۳م کاله د عوامي نېشنل ګوند په حکومت کې جوړ شوی وو.
د کواټ په کې ډي اې نومي سیمه کې دا ولسي کتابتون له ۲۰۰۸م څخه تر ۲۰۱۳م کاله د عوامي نېشنل ګوند په حکومت کې جوړ شوی وو.

د خیبر پښتونخوا حکومت پرېکړه کړې چې د کواټ په ولسي کتابتون یا لايبررۍ کې د یوشمېر اسنادو ورکولو ځانګړی مرکز جوړوي.

حکومتي چارواکو هغه ځای ته د ولسي وګړو د اسانتیاوو د مرکز (سېټیزن فیسېلېټي سېنټر) نوم ورکړی دی چې خلک به ورته د شناختي کارډونو، پاسپورټونو او نورو اړوندو اسنادو د ترلاسه کولو چارو لپاره ورځي.

خو د کواټ اوسېدونکو او مخکښه سیاسي او مدني فعالانو د صوبايي حکومت پر اقدام نیوکې کړې دي او ورڅخه غوښتي دي چې د کتابتون دې په مرکز نه اړوي.

د عوامي نیشنل ګوند يو ځايي مشر عثمان خټک د اپرېل پر ۱۱مه مشال راډيو ته وویل چې هغه کتابتون په ډېر مهم ځای کې جوړ شوی دی چې خلک ورته د ښار له بېلابېلو ځایونو ورځي.

یو ځايي قانونپوه مسعود خان خليل وویل چې په کتابتون کې د ژوند د بېلابېلو برخو په اړه کتابونه، رسالې او اخبارونه پراته دي خلک یې لوست ته ورځي.

د کواټ ولسي کتابتون ته هره ورځ د ښار له بېلابېلو برخو خلک مطالعې ته ورځي - د اپرېل ۱۱مې انځور.
د کواټ ولسي کتابتون ته هره ورځ د ښار له بېلابېلو برخو خلک مطالعې ته ورځي - د اپرېل ۱۱مې انځور.

د کتابتون يو چارواکي له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم نه څرګندولو په شرط مشال راډيو ته وویل، " ټوله لایبرري نه بلکې د ودانۍ دوه هالونه (تالارونه( يې د ولسي اسانتياوو مرکز لپاره خالي کړي خو لا هم پکې کار نه دی پیل" شوی.

خو د سیمې یو شاعر او ادیب ډاکتر شاکر اورکزي مشال راډیو ته وویل چې د کتابتون او لوست لپاره ضروري‌ ده چې شاوخوا خاموشي وي. "دا څنګه کېدای شي چې په یو ودانۍ کې يو خوا خلک خپل پاسپورټ، شناختي کارډ او نورو اړونده کارونو ته په قطار کې ولاړ وي او بل خوا زده کوونکي او نور خلک مطالعه وکړي؟"

د کواټ انتظامي مشر ډاکټر عظمت وزير د اپرېل پر ۱۱مه ناوخته مشال راډيو ته وویل چې صوبايي حکومت يې د ښار د خلکو او زده کوونکو له اندېښنو خبر کړي دي.

ډاکټر عظمت وزير وویل، هيله لري چې د کتابتونونو او ارشیف له ادارې او صوبايي حکومته ژر ځواب ترلاسه کړي.

د کواټ د ولسي کتابتون په دې خونه کې تازه او پخواني اخبارونه پراته دي - د اپرېل ۱۱مې انځور.
د کواټ د ولسي کتابتون په دې خونه کې تازه او پخواني اخبارونه پراته دي - د اپرېل ۱۱مې انځور.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۷مه د کتابتونونو او ارشیفونو چارو صوبايي‌ ادارې د کواټ چارواکو ته په یو لیک کې لیکلي ول چې د هغه وخت د اعلا وزير محمود خان په لارښوونه دې د کواټ او بنو کتابتونونو یو څه برخه د ولسي خدمت مرکزونو ته ورکړي.

عوامي نیشنل ګوند له ۲۰۰۸ز کاله تر ۲۰۱۳ز کال پورې د خپلې واکمنۍ پر مهال په کواټ ډېوېلمنټل اتارټۍ یا کې ډي اې سیمه کې هغه ولسي کتابتون جوړ کړی وو. خو پرانیسته یې بیا د پاکستان تحريک انصاف په ۲۰۱۷ز کال کې شوې وه.

"وسله نه بلکې علم د انسان ښایست دی"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:22 0:00

دا لومړی ځل نه دی چې د کواټ کتابتون د نورو کارونو لپاره کارېږي بلکې تر دې وړاندې هم په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان تحريک انصاف لومړي حکومت د باچا خان کتابتون په یوه برخه کې د معلوماتي ټېکنالوژۍ څانګه جوړه کړې وه.

په ۲۰۰۶ز کال کې د کواټ د تاریخي کتابتون پر ځای ضلعي حکومت د جناح پلازې په نامه سوداګريز مرکز جوړ کړی وو چې هغه مهال یې د پاکستان یوه نومیالي شاعر احمد فراز، چې اصلاً د کواټ وو، پر وړاندې سخت غبرګون ښوولی وو.

XS
SM
MD
LG