د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د ناامنۍ مخنیوي لپاره پېښور کې ۷۱۱ څارګرې کیمرې لګولې دي

په کراچۍ کې یو کارکوونکی څارګرې کیمرې مرمتوي - انځور له ارشیفه.
په کراچۍ کې یو کارکوونکی څارګرې کیمرې مرمتوي - انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا حکومت په پېښور کې ۷۱۱ څارګرې کیمرې لګولي او وايي ورسره به هلته امنيت ښه شي.

اعلاوزير سهېل اپرېدي د مارچ پر ۱۰مه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په بيان کې ويلي دي چې هغه کیمرې د مخ پر زیاتېدونکې ناامنۍ د مخنيوي لپاره د ښار په ۱۳۳ ځايونو کې لګول شوې دي.

نوموړي زياته کړې ده چې پر دې پروژې دوه اربه (مېلیارده) او ۲۳ کروړه روپۍ لګښت راغلی چې موخه يې د امنيت په ساتلو کې له پولیسو سره مرسته کول ده.

په بیان کې زیاته شوې ده چې په بل پړاو کې به په ډېره اسماعيل خان، بنو او لکي مروتو کې هم داسې څارګرې کیمرې لګوي او د "خوندي ښارونو" په نوم پروژه عملي کېږي.

په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني خورا زیاته شوې ده او وسلوال وخت په وخت پر پولیسو، سرتېرو، حکومتي کارکوونکو، سیاستوالانو، دیني عالمانو، کاروباریانو، ولسي مشرانو، پخوانیو او خپلو مخالفو وسلوالو او فعالانو حملې کوي.

حکومت او امنیتي ځواکونه وايي، د ترهګرۍ پرضد له مبارزې نه په شا کېږي او د وسلوالو پر وړاندې هدفي عملیات روان ساتي. پوځ او پولیس وخت په وخت په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG