د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د ګاز ډبې چاودنې ۳ ښځې وژلې دي

چارواکي وايي، پېښه د فبرورۍ پر پینځمه په ازادۍ مېنه کې شوې ده.
چارواکي وايي، پېښه د فبرورۍ پر پینځمه په ازادۍ مېنه کې شوې ده.

طالب چارواکي وايي، په خوست کې په یو کور کې د ګازو ډبې (ګیس سیلېنډر) په چاودنه کې درې ښځې وژل شوې دي.

په خوست کې د طالبانو د حکومت امنیه قوماندانۍ ویاند طاهر احرار د فبرورۍ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، پېښه د فبرورۍ پر پینځمه په ازادۍ مېنه کې شوې چې پکې یو کس ژوبل هم دی.

دی وايي، د اوروژنې ادارې کارکوونکي او امنیتي کسان د مرستندویه چارو او پلټنو لپاره سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل.

په همدې حال کې د چین شینهوا خبري اژانس د احرار له خولې ویلي دي چې چاودنه په خونه کې د ګیس جمع کېدو له وجې شوې ده.

په افغانستان او پاکستان کې خلک په ژمي کې د کورونو د تودولو لپاره په بخاریو کې لرګي، سکاره او نور شیان سوځوي او داراز، د ګیس سیلېنډرونه هم کاروي چې کله نا کله د دې ډول پېښو لامل کېږي.

د روان کال د جنورۍ پر ۱۱مه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د واده په کور کې د ګیس ډبې په چاودنه کې اته تنه وژل شوي او ۱۲ ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG