د ایران عدلیې اسراييلو ته د "جاسوسۍ" په تور د یو تن د اعدام خبر ورکړی دی.
له عدلیې یا قضا سره تړلي میزان خبري اژانس د جنورۍ پر اوومه د علي اردستاني د اعدام خبر خپور کړ خو دا یې نه ده څرګنده کړې چې نوموړی چېرې اعدام شوی دی.
د میزان په راپور کې ادعا شوې ده چې نوموړي د "اسراييلو استخباراتي ادارې موساد" ته د ایران "حساس معلومات" ورکړي او د اسراییلو لپاره "مهم" کس وو.
تهران له اسراییلو سره د ۲۰۲۵ز کال په جون مياشت کې له جګړې راهیسې تر اوسه هغه هېواد ته د جاسوسۍ په تور لږ تر لږه ۱۰ تنه اعدام کړي دي.