د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو کمېشن د تحریک انصاف د مظاهرچیانو نیول غندلي دي

په پېښور کې د تحریک انصاف پلویان د انتخاباتي ټګیو ضد مظاهره کوي - د مارچ ۱۰مې انځور.
په پېښور کې د تحریک انصاف پلویان د انتخاباتي ټګیو ضد مظاهره کوي - د مارچ ۱۰مې انځور.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د فبرورۍ اتمې مظاهرو پر مهال د تحريک انصاف د غړو او پلویانو نیول غندلي دي او پر حکومت یې د هغوی د خوشې کولو غږ کړی دی.

کمېشن د مارچ پر ۱۰مه په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان د ایین له مخې د هغه هېواد هر وګړ د سوله ییز احتجاج حق لري نو ځکه باید پولیس د مظاهرچیانو پرضد کاروایۍ و نه کړي.

تحریک انصاف د مارچ پر ۱۰مه په پېښور، لاهور، فیصل اباد، راولپېنډۍ، رحیم یار خان، کراچۍ او د پاکستان په ځینو نورو ښارونو کې د فبرورۍ اتمې د عامو انتخاباتو نتیجو بدلولو ضد مظاهرې وکړې.

هغه ګوند د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په لېږدولي بیان کې ویلي دي چې د پنجاب پولیسو یې د مشرانو لطیف کوسه او سلمان اکرم راجا په ګډون ۷۰ غړي نیولي دي.

د پنجاب پولیسو په یو بیان کې ویلي دي چې مظاهرچیان یې د عامه نظم ګډوډولو او سړکونو د تړلو په تورونو نیولي دي خو تحریک انصاف وروسته د لارو بندولو تور رد کړ.

په پېښور کې د خیبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډه پور احتجاجې جلسي ته وينا وکړه او د پاکستان له چیف جسټسه یې د انتخاباتي درغلیو د پلټنو غوښتنه وکړه.

تحريک انصاف دريځ لري چې د فبرورۍ اتمې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده او انتخاباتي کمېشن یې د نوماندانو ګټلې څوکۍ نورو ګوندونو ته ورکړې دي.

خو د انتخاباتو کمېشن او د پاکستان پخواني لنډمهالي په بیا بیا ویلي دي چې ټاکنې شفافې او منصفانه وې او پکې له هېڅ ګوند سره ټګي نه ده شوې.

د تحریک انصاف ملاتړ لرونکو سیاستوالانو ځکه په خپلواکه توګه په انتخاباتو کې برخه واخیسته چې انتخاباتي کمېشن ورته په سم ډول د ګوندي انتخاباتو نه کولو له وجې انتخابي نښه ور نه کړه.

د هغه ګوند ملاتړ لرونکو په سږنیو انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ ۹۲، د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ۹۱ او د پنجاب اسمبلۍ ۱۰۷ څوکۍ ګټلې دي. هغه سیاستوالان وروسته د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت جوړولو او د ښځو او لږکیو ځانګړو څوکیو ترلاسه کولو لپاره په سني اتحاد کونسل کې شامل شول.

تحریک انصاف په خیبر پښتونخوا کې د درېیم ځل لپاره حکومت جوړ کړی دی. هغه ګوند د ۲۰۱۳ز او ۲۰۱۸ز کال تر انتخاباتو وروسته هم په خیبر پښتونخوا کې پینځه، پینځه کاله حکومت کړی دی.

  • انځور سایز

    بشیر احمد ګواښ

    بشیر احمد ګواښ په پراګ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د افغانستان او پاکستان پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راپورونه جوړوي. نوموړي د بیان ازادۍ په اړه د "مشال انلاین" په ګډون یوشمېر اوونیزې خپرونې جوړې کړې دي. د مشال انلاین ټولې برخې دلته موندلای شئ. د ګواښ د اېکس (پخواني ټوېټر) پاڼه دا ده او پر فېسبوک یې هم تعقیبولای شئ. 

  • انځور سایز

    طاهر جمیل خان

    طاهر جمیل خان په لاهور کې د مشال راډیو خبریال دی.

  • انځور سایز

    غلام غوث

    غلام غوث په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG