د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستانه سعودي عرب ته د حاجیانو د تګ بهیر پیل شوی دی


په مکه حاجیان د کعبې طواف کوي ـ پخوانی انځور.
په مکه حاجیان د کعبې طواف کوي ـ پخوانی انځور.

د پاکستان ملي هوایي شرکت (پي ای اې) وایي، سعودي عرب ته یې د حج لپاره د خلکو لېږدولو بهیر پیل کړی دی.

د شرکت وياند عبدالله حفيظ مشال راډيو ته وويل چې د حاجیانو لپاره ځانګړي پروازونه یې د مې له نهمې پیل کړي دي او پر لومړۍ ورځ له کراچۍ، اسلام اباد او لاهوره په ۱۱ الوتکو کې ۲،۱۶۰ زایرین سعودي عرب ته ورسېدل. "د حج پروازونه به د جون تر ۱۰مې روان وي. د حاجیانو واپسي د جون پر ۲۰مه پیلېږي او د جولای تر ۲۱مې پورې به دوام وکړي."

هغه وویل چې سږ کال له پېښور، ملتان، کوټې، سیالکوټ او سکر څخه جدې او مدینې ته مستقیم پروازونه لري.

د پاکستان وفاقي حکومت د مذهبي چارو سېکرټر ډاکټر عطا الرحمان وایي چې سږ کال سعودي عرب له پاکستانه د ۱۸۹،۲۱۰ حاجیانو د ورتګ اجازه ورکړې ده.

د هغه په خبره، په دې کې ۶۹،۰۰۰ کسان د سرکاري پروژې له مخې د "حج فریضه ادا" کوي.

له پاکستانه د زایرینو د روانېدو بهير په داسې حال کې پيل شوی چې هغه هېواد سږ کال هم د سعودي عرب له خوا د حاجيانو ورکړی شمېر پوره نه کړای شو.

د حج سفر د انتظام شخصي ټولنه وايي، پاکستان سعودي عرب ته ویلي دي چې په سرکاري پروژه کې یې شمېر نه دی پوره کړی او د ۱۹،۶۰۰ کسانو خالي ځایونه یې بیا ورسپارلي دي.

سږ کال حکومت د خیبر پښتونخوا او بلوچستان لپاره د سرکاري حج لګښت ۱،۱۷۵،۰۰۰ روپۍ او د پنجاب او سيند لپاره ۱،۱۵۶،۰۰۰ روپۍ ټاکلی دی.

په کراچۍ کې د حج سفر د انتظام شخصي ټولنې یو مشر شکیل غني مشال راډیو ته وویل چې د اقتصادي ستونزو له وجې د خلکو توان کم شوی دی نو ځکه د سرکاري پروژې لپاره چې څومره خلکو غوښتنلیکونه ورکړي ول، حکومت بې له پچې اچولو (قرعه اندازۍ) منلي دي.

د هغه په خبره، حکومت د تېر پرتله سږ کال د سرکاري پروژې نرخ ۱۰۰،۰۰۰ روپۍ کم کړ خو بیا یې هم د حاجیانو شمېر پوره نه کړای شو.

د سعودي عرب حکومت په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ز کلونو کې د کورونا وایرس جهاني وبا پر مهال د سفري محدودیتونو له کبله د حج په مراسمو کې د خلکو شمېر خورا محدود کړی وو.

سږ کال شاوخوا ۳۰ لکه خلک حج کوي چې ورڅخه یې ۲۰ لکه له نورو هېوادونو سعودي عرب ته ورځي. د هغه هېواد حکومت وایي د حاجیانو لپاره یې تیارۍ بشپړې کړي دي.

حج عموماً د هجري قمري کال د ذوالحجې میاشت پر اتمه نېټه پیلېږي او د همدې میاشت پر ۱۲مه پای ته رسي.

د ذوالحجې پر نهمه د عرفات ورځ د حج تر ټولو مهمه ورځ وي او په سبا یې لوی اختر پیلېږي چې پکې حاجیان او د نړۍ د نورو هېوادونو وس لرونکي مسلمانان د څارویو قرباني ورکوي.

XS
SM
MD
LG