د لاسرسي ځای

تازه خبر

د حج مراسم پیل شوي دي


د تېرو دوو کالونو په نسبت سږکال په ګڼ شمېر کې خلک حج ته تللي دي.
د تېرو دوو کالونو په نسبت سږکال په ګڼ شمېر کې خلک حج ته تللي دي.

په سعودي عرب کې د جولای پر شپږمه د حج مراسم په رسمي توګه پیل شول.

د حاجیانو منا ته تګ پیل شوی او د جولای اوومه به هلته پینځه وخته لمونځ کوي او بیا به د جولای پر اتمه نېټه د "وقوف عرفات" ادا کولو لپاره د عرفان مېدان ته ځي. په سعودي عرب کې لوی اختر د جولای پر نهمه اعلان شوی دی.

دا د کورونا وبا تر خپرېدو وروسته لومړۍ ځل دی چې د سعودي عرب چارواکو خلکو ته په لوی شمېر کې د حج کولو اجازه ورکړې ده. تر دې له مخه په تېرو دوو کالونو کې د سفري محدودیتونو له کبله د حج په مراسمو کې د خلکو شمېر محدود کړل شوی وو.

د دې ترڅنګ د عمره کوونکيو شمېر هم کم شوی وو د ۲۰۲۱م کال له نومبر راهیسې ورو ورو د زایرینو شمېر زیات شوی او شاوخوا ۲۰،۰۰۰ کسان به هره ورځ د عمرې لپاره کعبې ته پرېښودل کېدل.

تر کورونا وایرس وړاندې به سعودي عرب له حج او عمرې څخه هر کال ۱۲ اربه ډالره امدن تر لاسه کاوه. سعودي چارواکي وايي چې سږ کال ۱۰ لاکه مسلمانان حج ادا کوي چې پکې د پاکستاني چارواکيو په وينا، تر ۸۴،۰۰۰ زیات پاکستانیان هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG