د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمني کې د اسلام ضد ډلې پېګېدا زرګونه پلویانو لاریون


جرمني کې د اسلام ضد ډلې پېګېدا زرګونه پلویانو لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:48 0:00

په جرمني کې د پېګیډا په نوم د سختدریځي غورځنګ پلویانو او مخالفانو پرون لاریونونه وکړل. پېګیډا په لوېديځ کې د اسلام پالنې او د کډوالو له ورتګ سره سخت مخالفت لري. د غورځنګ څه باندې ۲۰ زره پلویان او څه باندې ۱۴ زره مخالفان پرون د جرمني په درزدن ښار کې لارو اوکوڅو ته را وتلي وو. دې غورځنګ پوره يو کال وړاندې په همدغه ښار کې لومړی لاريون کړی و. پولیسو ویلي چې پر دې مهال کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و خو د پګیډا د پلویانو او مخالفانو ترمنځ خال خال نښتې شوي دي. د جرمني د کورنیوچارو وزیر د پېګیډا حرکت غندلی او پر خلکو یې غږ کړی چې د دې غورځنګ په ملاتړ په لاریونونو کې له ګډونه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG