د لاسرسي ځای

تازه خبر

مسکو کې امریکايي سفارت د خبريالې السو کورماشېوا د بند مودې غځول غندلي دي


خبریاله السو کورماشېوا د اپرېل پر لومړۍ د کازان په عدالت کې د اورېدنې پر مهال د خپل وکیل خبرې اوري.
خبریاله السو کورماشېوا د اپرېل پر لومړۍ د کازان په عدالت کې د اورېدنې پر مهال د خپل وکیل خبرې اوري.

په مسکو کې د امريکا سفارت د روسیې د يو عدالت هغه پرېکړه غندلې ده چې له مخې یې د ازادې اروپا راډيو خبريالې السو کورماشېوا د بند موده د جون تر پينځمې غځولې ده.

سفارت د اپرېل پر دویمه په بیان کې زیاته کړې چې د خپلواکو رسنيو پر ضد د روسیې کاروایۍ د منلو نه دي.

د اپرېل پر لومړۍ نېټه د کازان ضلعي عدالت د کورماشېوا د بند مودې غځولو پرېکړه واوروله او د وکيلانو هغه درخواست یې هم رد کړ چې پکې یې د زندان پر ځای په کور کې نوموړې د قید ساتلو غوښتنه کړې وه.

د امريکا سفيرې لېن ټرېسي د اپرېل پر دويمه پر اېکس ليکلي دي چې د مقدمې د اورېدو پر وخت د سفارت استازي په عدالت کې موجود ول.

کورماشېوا د چېک جمهوریت په مرکز پراګ کې د ازادې اروپا راډيو، چې مشال راډیو یې هم برخه ده، د خبریالې په توګه کار کوي او د امريکا او روسیې غبرګ تابعيت لري. پولیسو هغه ۴۷ کلنه خبریاله د ۲۰۲۳ز کال د اکتوبر په میاشت کې نیولې وه.

پر هغې تور دی چې د روسیې د امنيتي ځواکونو په اړه یې درواغ خپاره کړي دي خو د نوموړې وکيلانو، ازادې اروپا راډيو او د امريکا حکومت دا تور بې بنسټه او په پراګ کې د خبریالۍ له امله سزا ګڼلې ده.

پر کورماشېوا دا تور هم پورې شوی چې هغې د بهرنۍ اېجنټې په توګه ځان نه دی رجسټرډ کړی. د بهرنيو اېجنټانو ثبت د روسیې د هغه قانون لاندې کېږي چې خبریالان او مدني فعالان هدف ګرځوي.

کورماشېوا د روسیې د تاتارستان سیمې ده خو کورنۍ یې په پراګ کې اوسي. هغه د خپلې ناروغه مور پوښتنې لپاره تاتارستان ته تللې وه چې پولیسو ونيوله.

د هغې مېړه او د ازادې اروپا راډیو خبریال پاوېل بوتورین په يو بیان کې په خپلې مېرمنې لګېدلي تورونه یې بې اساسه او د هغې د ګرفتارۍ لپاره "بهانې" ګڼلي ول او ويلي‌ يې ول چې هغه ځکه نيول شوي چې "خبریاله او امريکايۍ" ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG