د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي دي چې د نجونو ښوونځي خلاص کړي


طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بنديز لګولی دی - پخوانی انځور.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بنديز لګولی دی - پخوانی انځور.

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرنیشنل) یو ځل بیا په افغانستان کې پر واکمنو طالبانو غږ کړی دی چې په سمدستي توګه دې د نجونو سکولونه خلاص کړي.

سازمان پر طالبانو د فشار اچولو لپاره د نومبر پر ۲۶مه پر اېکس پاڼه یوه ان لاین عریضه یا درخواست خپور کړی او له خلکو یې غوښتي چې لاسلیک یې کړي.

د جنوبي اسیا لپاره د ایمنسټي انټرنیشنل سیمه ییزې څانګې په بیان کې ویلي چې تعلیم د انسان اساسي حق دی خو طالبانو تر شپږم ټولګي پورته سکولونه تړلي او د نجونو د دې حق سرغړونې ته یې دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر له ۲۵مې څخه د ډېسمبر تر ۱۰مې پورې په نړۍ کې پر ښځو د تشدد مخنیوي لپاره ۱۶ ورځنی کیمپېن پیل شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان له خلکو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو لپاره غږ پورته کړي. طالبانو تراوسه د سازمان د بیان او عریضې په اړه څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې دا د افغانستان کورنۍ مسله بللې وه او وايي چې پکې هېچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی.

د طالبانو حکومت وايي د نجونو د زده کړو لپاره پر کړنلارې جوړولو او د مناسب چاپېریال پر برابرولو کار کوي خو دا نه وايي چې په دې لړ کې یې څومره پرمختګ کړی دی او کله به نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي.

XS
SM
MD
LG