د خبریالانو د خونديتوب نړیوالې کمېټۍ (کمېټي ټو پروټېکټ جرنلېسټس یا سي پي جې) په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې د ۲۰۲۵ز کال تر پایه په نړۍ کې تر ۳۳۰ زيات خبریالان د "خپل کار له امله" بندیان ول.
د هغې امریکا مېشتې ناحکومتي ادارې په خبره، دا پرله پسې پينځم کال دی چې تر ۳۰۰ زیات خبريالان د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې زندانيان دي.
سي پي جې د جنورۍ پر ۲۱مه په خپل ځانګړي راپور کې ويلي دي چې چین، میانمار او اسراییل د ۲۰۲۵ز کال د ډېسېمبر تر لومړۍ نېټې د خبريالانو د زنداني کولو تر ټولو لوی هېوادونه بلل شوي دي او تر دې وروسته بیا په روسیه او بېلاروس کې زیات خبریالان بندیان ول.
په راپور کې راغلي چې د خبریالانو د بندي کېدو کچه له ۱۹۹۲ز راهیسې درېیمې لوړې سطحې ته رسېدلې او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د جګړو او سیاسي فشارونو له امله لا هم لوړه ده.
کمېټي وايي، د زنداني خبريالانو درېیمه برخه په بند کې د "خراب چلند، شکنجې او وهلو" راپورونه ورکوي.
چین د درېیم ځل لپاره په نړۍ کې د خبریالانو لپاره "تر ټولو بد وضعیت لرونکی" هېواد بلل شوی، او په ۲۰۲۵ز کال کې يې ۵۰ خبریالان یې بندیان کړي دي. میانمار د ۳۰ بندیانو په لرلو سره دویم او اسراییل د ۲۹ فلسطینیو خبریالانو په زنداني کولو پر درېیم مقام دی.
په راپور کې راغلي چې ډېری خبريالان "له قانوني بهیره پرته" په بند کې ساتل کېږي.
د سي پي جې په راپور کې دا هم راغلي چې پر سیمه ییز کچ، اسیا د ۱۱۰ خبريالانو په زنداني کولو تر ټولو خطرناکه سیمه ده.
اخوا په ۲۰۲۵ز کال کې په اروپا او مرکزي اسیا کې ۹۶ خبریالان، په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې ۷۶، په افریقا کې ۴۲، او په امریکا کې شپږ خبریالان بندیان ول.
کمېټه وايي، د بندیانو ډېری برخه د سیاسي چارو خبریالي کوي، او ۲۶ سلنه یې له پينځو کلونو له زیاتې مودې راهیسې "بې له محاکمې" په زندان کې دي، چې دا د نړیوالو قوانینو "ښکاره سرغړونه" ده.
سي پي جې زیاتوي چې په ۲۰۲۵ز کال کې ۱۱۶ بندي خبریالان خوشې شوي هم دي.
د خبریالانو د خونديتوب کمېټۍ خپل تازه راپور په داسې حال کې خپور کړی چې په پاکستان او افغانستان کې هم وخت په وخت خبريالان نيول کېږي او ځينې يې ان وژل شوي هم دي.