د بنګلادېش چارواکي وايي، د روانې میاشتې په پای کې له پاکستان سره مستقیمې الوتنې پیلوي.
دا به له ۲۰۱۲ز کال راهیسې لومړی ځل وي چې د دواړو هېوادونو ترمینځ به مستقیم او دوامداره پروازونه پیل شي.
د بنګلادېش ملي هوايي شرکت بیمان مدیرې بشرا اسلام د جنورۍ پر اتمه د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د روانې میاشتې له ۲۹مې څخه د ډاکې او کراچۍ ترمینځ په اونۍ کې دوه پروازونه پیلېږي.
نوموړې وايي، له دې سره به د دواړو هېوادونو ترمینځ اتصال ښه شي او دا به "د سیلګرۍ، تجارت او د کورنیو د بیا یوځای کېدو مرسته" وکړي.
د بنګلادېش او پاکستان ترمینځ د مال لېږدوونکو بېړیو مستقیم تګ راتګ د ۲۰۲۴ز کال په نومبر کې بحال شوی وو.
د ۲۰۲۴ز کال په اوړي کې په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د مظاهرو او تاوتریخوالي په نتیجه کې د بنګلادېشي حکومت ړنګېدو او پخوانۍ وزیراعظمې شیخ حسینې واجد تر استعفا وروسته ډاکې او اسلام ابادد ترمینځ تعلقات ښه شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د وزیراعظم مرستیال محمد اسحاق ډار د ۲۰۲۵ز کال په اوړي کې ډاکې ته ولاړ او هلته یې له چارواکو سره د خپلمینځي اړیکو او سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه شپږ موافقې او تفاهملیکونه لاسلیک کړل.
بنګلادېش او پاکستان پخوا یو هېواد وو، هغه مهال اوسنی بنګلادېش د ختیز یا مشرقي پاکستان په نوم یادېده، خو په ۱۹۷۱ز کال کې د جګړې په نتیجه کې یې له پاکستانه جلا شو.