د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرلاڅو لار پنځه ورځې وروسته خلاصه شوه


د لارې بندېدو له وجې د کرښې دواړو خواو ته په مالونو بار سلګونه ګاډي ایسار پاتې ول ـ د مارچ ۲۲مې انځور.
د لارې بندېدو له وجې د کرښې دواړو خواو ته په مالونو بار سلګونه ګاډي ایسار پاتې ول ـ د مارچ ۲۲مې انځور.

په کورمه کې د ډیورنډ پر کرښه د دواړو خواوو د قبایلي مشرانو او سوداګرو ترمینځ تر مذاکراتو وروسته د خرلڅیو- پکتیا لار بېرته پرانیستل شوې ده.

په خرلڅیو کې د تاجرانو اتحاديې مشر سید مبین حسین د مارچ پر ۲۳مه، مشال راډیو ته وویل چې د دواړو خواو د مشرانو ترمینځ دوه ځل ناستې وشوې او د لارې پر خلاصولو تر اتفاق وروسته یې خپلو حکومتونو ته د لارې خلاصولو خواست وکړ چې یوه ورځ وروسته عملي شو.

دا لار تر هغې وروسته تړل شوې وه چې د مارچ پر ۱۸مه د کورمې پر خرلاڅو او بوړکي سیمو باندې د افغانستان له لوري د توغندیو غورځېدو له وجې د ځايي حکومتي سرچینو په وینا څلور امنیتي سرتېري او څلور عام وګړي ژوبل شوي ول.

د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته د کورمې د ځینو سیمو خلکو خپلې کډې نورو سیمو ته لېږدولې دي.

په سیمه کې د سرحدي پولې تر بندېدو وروسته له مالونو ډک سلګونه ګاډي په لار کې ایسار پاتې ول.

د یو ګاډي چلونکی حیات الله چې د لارې تر خلاصېدو وروسته کورمې ته رسېدلی دی، د مارچ پر ۲۳مه یې مشال راډیو ته وویل چې د لارې بندېدو له وجې د کرښې بلې غاړې ته پینځه ورځې ایسار وو چې له امله یې د زیان سره مخامخ شو.

د کورمې خرلڅیو لار هره ورځ له نهو تر پینځو بجو پورې خلاصه وي چې په تجارتي مالونو بار نژدې ۱۵۰ ګاډي پرې تېرېږي خو د دې لارې د بندېدو له وجې ټول ګاډي تر پینځو ورځو په ټپه ولاړ ول.

د تاجرانو اتحاديې یو مشر حاجي مصایب حسین مشال راډیو ته وویل چې د خرلڅیو ـ پکتیا لار ډېره مهمه ده خو په زیاتره وختونو کې دا بنده پرته وي چې ورسره نه یوازې په شخصي توګه تجارت اغېزمن شوی بلکې د دواړو هېوادونو اقتصاد ته یې هم تاوان اړولی دی.

د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت ترمینځ هغه وخت کړکیچ زیات شو چې د مارچ پر ۱۸مه پاکستانيو الوتکو په پکتيکا او خوست کې بمباري وکړه.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌ الله مجاهد د مارچ پر ۱۸مه پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بیان کې وويل چې د پاکستان الوتکو د پکتيکا په برمل کې شپږ کسان چې درې یې ښځې او درې یې ماشومان ول، وژلي دي.

نوموړي زياته کړې چې پر دې سربېره د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې هم د پاکستان په بمبارۍ کې دوې ښځې وژل شوي دي.‌

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د مارچ پر ۱۸مه وويل چې پر همدغه ورځ پېشلمي مهال يې په افغانستان کې دننه بريدونه کړي چې هدف يې د حافظ ګل بهادر وسلوالې ډلې غړي ول.

د بهرنيو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې ادعا کړې چې په پکتيکا او خوست کې يې هغه کسان په نخښه کړي چې پر پاکستانيو ځواکونو په بریدونو کې ککړ ول.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې زياته کړې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې پر افغان طالبانو ټينګار کوي چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد کارېدو ته نه پرېږدي، خو په وينا یې، په کابل کې د طالبانو حکومت د اسلام اباد دغو پرله پسې غوښتنو ته پام نه دی کړی چې د پاکستانيو وسلوالو په اړه یې کړې دي.

خو تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې او په کابل کې د طالبانو حکومت دريځ لري چې د هغې ډلې غړي او مشران په افغانستان کې نه بلکې د پاکستان په قبايلي سيمو کې دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG