د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او وېسټ انډیز د ۲۰ اووره کرکټ لومړۍ سیالي لري


د افغانستان او وېسټ انډيز د ۲۰ اووره کرکټ لوبډلمشران د جنورۍ پر ۱۹مه په دوبۍ کې له جام سره ولاړ دي.
د افغانستان او وېسټ انډيز د ۲۰ اووره کرکټ لوبډلمشران د جنورۍ پر ۱۹مه په دوبۍ کې له جام سره ولاړ دي.

د افغانستان او وېسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې د درې ۲۰ اووره سیالیو په لومړۍ لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.

د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په لوبغالي کې د جنورۍ ۱۹مې سیالي د کابل پر وخت د ماخوستن پر اووه او پېښور پر اووه نیمو بجو پیلېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ له مهالوېش سره سم، دویمه سیالي د جنورۍ پر ۲۱مه او درېیمه یې پر ۲۲مه کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او وېسټ انډیز په ګډون د بېلابېلو هېوادونو لوبډلې راتلونکې میاشت د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام لپاره د تیاریو په وروستي پړاو کې دي.

ټاکل شوې چې د نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ پر اوومه پیل شي چې پکې لومړۍ لوبه د پاکستان او نېدرلینډز (هالینډ) ترمینځ ده.

تر دې وروسته د فبرورۍ پر دویمه افغانستان په خپله لومړۍ سیالۍ کې له نیو زیلینډ سره مخامخېږي.

هند او سري لنکا د نړیوال جام کوربانه دي او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د مارچ پر اتمه وشي.

XS
SM
MD
LG