د لاسرسي ځای

تازه خبر

نېږدې ۲۰۰ افغان پیلوټان او کډوال له تاجکستانه امریکا ته ولاړل


په تاجکستان کې افغان پیلوټان
په تاجکستان کې افغان پیلوټان

د امریکا لخوا روزل شوي افغان پایلټان او کډوال د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې له هوايي ډګره په هغه الوتکه کې روان شول چې امریکا چمتو کړې وه.

د ورځې په لومړيو کې په تاجکستان کې د امریکا سفارت تایید کړه چې د ۱۴۳ پیلوټانو په ګډون ۱۹۱ افغانان چې د منځني اسیا له دغه هېواده د وتلو لپاره چمتووالی نيسي، له نېږدې درې میاشتو ځنډ وروسته امریکا ته ولېږدول شي.

په تاجکستان کې د امریکا د سفارت یوه استازي ازادې اروپا راډيو ته وویل چې دا ډله به مخکې تردې چې امريکا ته ولاړه شي درېیم هېواد ته انتقال شي.

دغه الوتکه چې د امریکا د حکومت لخوا تنظیم شوې وه، د نومبر پر ۱۰مه په ځايي وخت درې بجې له دوشنبې هوايي ډګره والوته.

د افغانستان د هوایي ځواک پایلټان تر هغه وروسته تاجکستان ته ولاړل چې طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونیو.

دوی د پلازمېنې دوشنبې په لمن کې په یوه مېلمستون کې په توقیف کې ساتل کېدل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG