د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان کرکټ بورډ ابراهیم ځدراڼ د ۲۰ اووره سیالیو لپاره د لوبډلې کپتان ټاکلی دی

ابراهیم ځدراڼ د انګلستان پر وړاندې د سلیزې پوره کول لمانځي - انځور له ارشیفه.
ابراهیم ځدراڼ د انګلستان پر وړاندې د سلیزې پوره کول لمانځي - انځور له ارشیفه.

د افغانستان کرکټ بورډ ابراهیم ځدراڼ د ۲۰ اووره سیالیو لپاره لوبډلمشر ټاکلی دی.

دا خبره کرکټ بورډ د مارچ پر پینځمه پر خپله ووبپاڼه له سري لنکا سره د سیالیو لپاره د لوبډلې اعلانولو په بیان کې کړې ده.

په بیان کې راغلي دي چې ځدراڼ، چې مخکې مرستیال لوبډلمشر وو، به د پخواني کپتان راشد خان ځایناستی شي.

بیان وايي، راشد خان د خپلې لوبډلمشرۍ په دوره کې ملي لوبډله د ۲۰۲۴ز کال د ۲۰ اووره کرکټ نړیوال جام تر نیمه پایلوبې ورسوله او "خورا زیاتې بریاوې" یې ور په برخه کړې، خو اوس د نوي مشر روزونکي ګومارلو او د لوبډلې مدیره ډلې د بدلېدو پر اساس یې پرېکړه کړې چې د هغه پر ځای ځدراڼ کپتان کړي.

په بیان کې راغلي چې د یو ورځنیو سیالیو لپاره د لوبډلې په مشرتابه کې بدلون نه کوي او حشمت الله شهیدي پر خپل ځای پاتې کېږي.

کرکټ بورډ ویلي چې روانه میاشت د سري لنکا پر وړاندې د ۲۰ اووره سیالیو لپاره په لوبډله کې د ځدراڼ ترڅنګ رحمان الله ګربز، نور رحمان، صدیق الله اتل، دروېش رسولي، شاهدالله کمال، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، شرف الدین اشرف، راشد خان، نور احمد، مجیب الرحمان، ضیا الرحمان شریفي، فرید احمد ملک او عبدالله احمدزی شاملوي.

له دې پرته د یو ورځنیو سیالیو لپاره په لوبډله کې د شهیدي تر څنګ، ګربز، اکرام عليخېل، ځدراڼ، اتل، رسولي، عمرزی، نبي، راشد خان، ننګیال خروټی، الله محمد غضنفر، شریفي، ملک او بلال سمیع شاملوي.

د افغانستان او سري لنکا ترمینځ د درې ۲۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ هغه د مارچ پر ۱۳مه کېږي.

XS
SM
MD
LG