د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر پښتونخوا کې پر افغان سوداګرو دمالیې لګولو غوښتنه


خالد خان مشال ريډيو پيښور

د خيبر پښتونخوا چمبر اف كامرس او انډسټريزله خوا د ماليې راغونډولو مركزي ادارې نه غوښتنه شويده چې د ځاې تاجرانو او كارخانه دارو په شان افغان دكاندار او كاروبارى خلکو باندې دې هم ماليه يا ټيكساولګول شي.


دغه غوښتنه د خيبر چمبر اف كامرس مشر عٍثمان بلور د ايف بى آر يوه غړي خاور خورشيد ته وړاندې كړه چې د ټيكس په لړ كې د ځايي كاروباريانو او كارخانه دارو د وړانديزونه اورېدو لپاره پيښور ته تللی دی.
په دې اړه عثما ن بلور مشال ريډيو ته وويل چې د پېښور او د صوبې نورو تاجرانو روزګار لا د مخكې نه په زيان كې روان دې او كه چرې دوې باندې د ماليه بوج كم كړی شي او ددې برسیره په پښتوخوا کې د افغانستان سوداګر او کاروباریان هم په دغه دايره كې شامل شي نو دا به دواړو لپاره ګټور وي.

د ايف بى آر غړي خاور خورشيد په دې مهال وويل چې هغه به دا وړانديز خپلو مشرانو ته وړاندې كړي خو په دې كې ستونزه داده چې اين ټى اين يا ټيكس سند
صرف د كمپيوټري پيژندګلو كارډ په نمبر وركول کېږي او په پاکستان کې مېشت د افغانستان اوسېدونکي دغه سهولت نه لري.
بل خوا په پيښور كې يو افغان تاجر عبدلحنان وايي چې دوي ماليه وركولو ته تيار دى خو که چرې د پاكستاني کاروباريانو په شان اسانتياګانې ورکړې.

هغه وویل په پيښور او د پښتونخوا نورو سيمو كې په
ګڼ شمير افغانان كاروبار كوي او یوه نه بله بڼه ماليه وركوي.
XS
SM
MD
LG