د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ پر ضد د پښتونخوا حکومت هوډ




د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی امیر حیدر خان هوتي په سوات کې د قومي مشرانو یوې جرګې ته د وینا پرمهال داغوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ خلاف باید ټول خلک یو موټي شي او په شریکه یې مقابله وکړي.

نوموړي همدارنګه په ټولو سیاسي ګوندونو هم غږ وکړ چې دامهال حالات داسې جوړ شوي چې باید خپل منځي اختلافات پای ته ورسول شي او په یو غږ او له یوه دریځه داورپکو خلاف چیغه پورته کړل شي.


سوات کې داوخت دحکومت عمل داري پرځای شوې ، خو څه موده مخکې پورې دغلته د ملا فضل الله په مشرۍ کې د اورپکو واکمني وه چې د خلکو ژوند یې اغیزمن کړی و ، او همدارنګه لسګونه سکولونه په دغه موده کې له منځه یوړل شول ، خو امیر حیدرخان هوتي سوات ته د خپلې دورې پرمهال په مټه کې د متحده عرب اماراتو په مالي مرسته دیو نوي سکول پرانیسته وکړه.

نوموړي همدارنګه د سوات د خلکو د پخوانۍ غوښتنې دارالقضا د پرانیستلو په اړه هم دسوات قومي مشرانو ته وویل چې په ملاکنډ ډویژن کې شرعي نظام عدل نافذ شوی .

د ښاغلي هوتي له څرګندونو وړاندې دعوامي نیشنل پارټۍ مشر اسفند یار ولي خان تیره ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي وو چې اورپکو ته په خیبر پښتونخوا کې ماتې ورکړل شوې او اوس هغوی یوازې قبایلي سیمو پورې خپل فعالیتونه محدود کړي دي.
XS
SM
MD
LG