د لاسرسي ځای

تازه خبر

بریکس ډله د م.م امنیت شوارا کې پراخه ونډه غواړي


نن د اپرېل پر ۱۴ مه د چین په سانیا کې د چین،هند،روس ،برازیل او جنوبي افریق سرمشریزه وه
نن د اپرېل پر ۱۴ مه د چین په سانیا کې د چین،هند،روس ،برازیل او جنوبي افریق سرمشریزه وه

د مشال مرکزي رپوټ

ژباړه ملیحه امیرزاده



د بریکس په نامه د پنځه هیوادونو د ډلې مشرانو د خپلې کلنۍ غونډې پر مهال د نړیوال مالي نظام تر څنګ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نظام کې د بدلون راوستلو غوښتنه کړې ده. او په لیبیا کې یی د زور د استعمال مخالفت کړی دی .

دا پنځه هیوادونه چین، برازیل، هند، روس او جنوبي افریقا دي. د بریکس په نامه د پرمختیایی هیوادونو سیاسی مشران په کلنۍ غونډه کې د ګډون پر مهال د چين په جزیره هاینان کې راغونډ شوي وو.

دوي د مهمو سیاسي مسلو په لړ کې د نړۍ د پرمختیایی هیوادونو د نړیوال اثر زیاتولو غوښتنه کړې.له دې سره سره یی په لیبیا کې د ناټو په مشرۍ کې په روانو عملیاتو هم اندیښنه ښکاره کړې. دا اول ځل دی چې جنوبي افریقا په دې هیوادونو کې شامل شوې چې له امله یی د بریک نوم په بریکس واوښت.

د دې غونډې وروسته د چین صدر هو جن تاو ویلي چې اوسني وخت ته په کتو سره دا ضروري ده چې د دې هیوادونو تر مینځ خبرې اترې او همکاري زیاته شي.
”د امن، ترقۍ او همکارۍ خوزښت په پیاوړي کیدو دې. دا وخت نړۍ د یو لوی او پیچلي بدلون سره مخا مخ ده. د تل پاتې امن او د نړۍ د خوشحالۍ لپاره به دا ښه وي چې هیوادونه دې په نړیواله کچه له یو بل سره همکاري زیاته کړي ، په نړیوال اقتصادي نظام کې موجودې غلطۍ دې سمې کړي او پکې دې اصلاحات راولي، د اظهار د ازادي حالت دې ښه کړي او له اقتصادي لحاظ سره د پرمختیایی هیوادونو استازي دې زیات شي“

د دې هیوادونو مشرانو په یو ګډ بیان کې ویلي چې د سیکې یو داسې نظام دې راوستل شي چې با ثباته، او یقیني وي. دوي په نړیوال تجارت کې د سیکې د نړیوال معیار په اړه هم اندیښنه ښکاره کړه چې دا وخت زیاتره ډالر استعمالیږي.
د دې هیوادونو پرمختیاي بینکونو د ډالر پر ځایی په خپلو سیکو کې په قرضه ورکولو باندې رضا شوي دي.


د بریکس هیوادونو د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې د بدلون راوستللو غوښتنه وکړه چې پرمختیایی ملکونو ته دې په نړیوالو مسلو باندې د څه ویلو لپاره سم اختیار ورکړل شي.

د بریکس هیوادونو په پنځه ممبرانو کې یواځې چین او روس د شورا مستقل ممبران دي چې ویټو پاور لري. نور درې هیوادونه دا وخت په شورا کې د خپل وار راتللو سره د دې غړي جوړیږي. په دې دریو کې یواځې جنوبي افریقې لیبیا د نه الوت سیمه ګرځولو سره یوه خوله دی.

د روس ولسمشر دیمتري مېدوېدېف ویلي چې دا مشران په دې رضا دي چې په لیبیا کې دې د زور زیاتي استعمال نه ډډه وشي. ’’موږ په ګده دا وایو چې د دې مسلې حل دې د زور پر ځایی په سیاسي او ډپلوماټیکي لاره باندې را وویستل شي. “

په دې غونډه کې برازیل او هند د چین لخوا د خپلې سیکې یووان ارزښت په کمولو باندې اندیښنه ښکاره کړه.
د بریکس هیوادونو د مشرانو په خبره که څه هم د 2008م کال د مالي بحران نه هیوادونو ځان راویستلې خو بیا هم د بې باوریو سره مخا مخ دي. دوی د خوراک او د انرجۍ په سامان کې د قیمتونو د بې ثباتې په اړه هم د پام کولو غوښتنه وکړه.

د ټولې نړۍ د وګړو (نفوسو) څه باندي ۴۰ فیصده برخه د بریکس هیوادونو ده. خو د دوی استازیتوب د پیسو په نړیوال صندوق یا اي ایم ایف او په نړیوال بینک کې هومره نه دی څومره چې پکار ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG