د لاسرسي ځای

تازه خبر

یو امريکايي پاکستانی د بمي برید چل جوړولو په تور ۲۳ کال سزا شو


یو پاکستاني نسله امریکايي ته په امریکا کې د بمي برید د چل جوړونې په تور ۲۳ کاله سزه اورول شوې ده.

دا سړی چې فاروق احمد نومېږي او ۳۵ کالن دی په ده تور وو چې د پلازمېنې واشنګټن د ځمکلاندې اورګاډي په تمځي کې یې د بمي برید چل جوړ کړی وو. چې په اړه ویل کېږي د القاعده له لورې تنظمېده.

فاروق په ورجینا کې د عدالتي اورېدنې پر مهال په خپل کار بښنه غوښتې ده. فاروق د دې اورېدنې پر مهال له ترهګر تنظیم سره د مادي ملاتړ لپاره مجرم ثابت شوی دی. نوموړی د تېر اکتوبر په میاشت کې نیول شوی وو.


پلټونکي وايي نوموړي د ځمکلاندې اورګاډي د تمځایونو څارنه کوله او پر داسې چلونو یې غور کاوه چې چېرې چاودونکي مواد کېږدي چې هلته زیات کسان ووژل شي. د فاروق دفاعي وکیلان وايي نوموړی ښايي د سختدریځه ملایانو د ویناوو تر اغېز لاندې راغلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG