فرخنده وزیر مشال ريډیو
د خیبر پښتونخوا په جلوزو او بې نظیر کیمپ کې د باجوړ او مهمندو ایجنسۍ نه د پوځي عملیاتو له عمله د بې کوره شويو خلکو خپلو سیمو ته د ستنېدو لړۍ له ننه پېل شوېده خو زیاتره خلک د بدامنۍ او په بیا بیا د پوځي عملیاتو د پیل کیدو له وجې نه غواړې خپلو سیمو ته ستانه شي.
د باجوړ د چارمنګ تور ګل وایی، د دوي په علاقو کې اوس هم امنیتي وضع داسی نه ده، چې بیرته ولاړ شي.
تور ګل چې له خپلې کورنۍ سره د نوښار په جلوزو کیمپ کې ژوند کوي وایی، پوځ اوس هم په باجوړ او د فاټا په یو شمیر برخو کې د وسلوالو طالبانو پر ضد عملیات کوي، او په داسی حال کې کډه کول به د دوی لپاره یو مشکل او له کړاوه ډک کار وې.
که یو لوري د فاټا کډوال خپلو سیمو ته بیرته تګ نه غواړي، نو بلخوا د خپلو میندو او پلرونو سره راغلي ماشومان وایی، د کیمپ د ژوند نه تنګ راغلي، ځکه چې نه لوبې کولی شې، او نه یی سکول شته.
اووه کلن عزت خان چې د باجوړ نه یو کال وړاندې د جلوزو کیمپ ته راغلی مشال ریډیو ته وویل، (په کلي کې به یی سکول وو، د ملګرو سره به یی لوبې کولې، او اوس په لمر کې نه خو لوبې کولی شې او نه یی د کیمپ ژوند خوښیږي.)
هم دا شان د باجوړ د غاښکي نه راغلی ۱۰ کلن اجمل خان وایی، ٬٬په خپل سکول او کور پسې ډیر خفا دی، او غواړي زر تر زره خپل کلي ته ستون شي.٬٬
د فاټا لپاره د قدرتې آفتونو د نظم اداری ( ایف ډي ایم اې) ډایریکټر جنرل ارشد خان وایی، د فاټا بی کوره شوي خلک به له ننه خپلو سیمو ته ستنیږي، او دا عمل به د مۍ د میاشتې تر ۲۰ نیټې پورې دوام لري.
ارشد خان وایی په دې دوران کې ستنیدونکیو کورنو سره به مالي مرستې هم کیږي.