د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خلیج د همارۍ شورا د ایراني لاسوهنې غندنه کړې


د خلیج د همکارۍ شورا د ایران غندنه کړې ده او تور یې پر لګولی چې د شورا د غړو هېوادونو په کارونو کې لاس وهنه کوي.

دا بیان تېره ورځ د سعودي عرب له پلازمېنې ریاضه د شورا تر بیړنۍ غونډې وروسته خپور شو. شورا په ایران کې په خصوصي ډول پر شیعه ګانو تور پورې کړ چې په بحرین کې فرقه ییز تقسیم لا نور پراخوي.

په بحرین کې شیعه ګان د سوني پاچا د حکومت پر ضد مظاهرې کوي. تر دې مخکې ایران هم پر سعودي عرب نیوکې کړې وې، ځکه چې سعودي عرب بحرین ته خپل سرتېري د حکومتي مرستې لپاره استولي ول.

د خلیج د همکارۍ شورا په خپل بیان کې ویلي چې شورا په کوېت کې د جاسوسانو د شبکې د جوړولو له لارې د ایران ښکاره لاس وهنه غندي. ایرانیو چارواکو لا مخکې په کوېت کې د جاسوسي تورونه رد کړي دي.
XS
SM
MD
LG