د لاسرسي ځای

تازه خبر

دبلوچستان په څماولنګ کي چاودنې درې تنه وژلي.




دبلوچستان په څماولنګ سیمه کي دماين په يوه چاودنه کي درې تنه وژل شوي دي.
دلورالایي ډي پي او غلام علي لاشاري وايي، دڅماولنګ سیمي دماین په دې چاودنه کي درې تنه وژل شوي، چي دده په وینادرې سره په يوکروزنګ ډوله موټرکي له لورالايي څخه دڅماولنګ پرلور روان و.

دی وايي پېښه د سرغاړې کڅ په علاقه کې اله رامنځ ته شوې ديوه سیمیزټهېکېدار فیض محمدناصر ګاډۍ پر ټېنک ضد ماین وخوت.
چې پکې دده د منشي محمدسعیداو د هغه د یوه ملګری محمدانور په ګډون درې واړه ووژل شو.

محمدسعیددخیبرپښتونخوادشانګلې سیمي، اوفیض محمدناصر، او محمدانور دلورالائي اوسېدونکي دي.

غلام علي لاشاري وايي داعلاقه څه نا څه ۸۰ کیلومیتره په غرونوکي ده.اوهمدلته مري قبایل کله ناکله ماینونه ښخوي .او په میاشت يوه نیمه کي داسي پېښي رامنځته کېږي.

په دې سیمې کي اکثره وخت دهمداسي پېښو پړه بلوڅ خپلواکي غوښتونکي سازمانونه پرغاړه اخلي. خو درپوټ دبشپړېدو يوې ډلي هم دننی پېښي پړه نه ده قبوله کړې.
XS
SM
MD
LG