د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان اڅکزی: پر ايران د امريکا او اسراييلو بريد د سيمې او نړۍ لپاره خطرناکې پايلې لري


محمود خان اڅکزی: پر ايران د امريکا او اسراييلو بريد د سيمې او نړۍ لپاره خطرناکې پايلې لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:20 0:00

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د حکومت مخالفه ګوندونو مشر محمود خان اڅکزي پر ايران د امريکا او اسراييلو د بريد غندنه کړې او دا اقدام يې د سيمې او نړۍ لپاره خطرناک بللی دی. نوموړي د مارچ پر ۲۳مه د بلوچستان په پښتون مېشته پښين سيمه کې يو لويې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان پر اوسني حکومت سختې نيوکې وکړې او زياته يې کړه چې هغه حکومت د نظام چلولو وړتيا نه لري. ولسي غونډې ته د پاکستان تحريک انصاف مخکښ او د خيبر پښتونخوا اعلاوزير سهېل اپرېدي هم وينا وکړه او ويې ويل چې په پاکستان کې هېڅکله "حقيقي ازادي" او "حقيقي جمهوريت" نه دی راغلی او پاکستانيان تر اوسه "غلامان" دي. نوموړي زياته کړه چې د هغه هېواد واکمنان پخوا "د انګرېزانو غلامان" ول او هغوی ته يې "سلامي" کوله خو اوس د امريکا ولسمشر ته "سلامي" کوي. د پاکستان حکومت لا تر اوسه د نوموړيو د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي خو ر دې وړاندې يې ويلي چې حکومت د "شفافه انتخاباتو" په پايله کې راغلی او په هېواد کې يط ولسواکي پلي کړې او ولس ته يې خپل حقونه ورکړي دي. په دې اړه نور حال د مشال راډيو خبريال صمد شبنم په خپل ويډيويي راپور کې راکوي.

XS
SM
MD
LG