په کواټ کې افغان ماشومانو زده کړې څنګه جاري ساتلې دي؟
په خېبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ښوونځيو تر تړل کېدو وروسته که څه هم زرګونه ماشومان له ستونزو سره مخ شوي، خو بیا هم د کډوالو په ځینو کيمپونو کې ماشومان نه غواړي خپلې زده کړې نیمګړې پرېږدي. د کوهاټ د ګمکول کيمپ په ګډون په یو شمېر ځایونو کې افغان کډوال ماشومان اوس په جوماتونو او حجرو کې په غیر رسمي ډول خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.