د بلوچستان په خضدار کې تېره اونۍ تښتول شوي ۱۱ مزدوران خوشې کړل شوي دي.
د خضدار پولیسو د مارچ پر نهمه رسنیو ته په یو بیان کې ویلي دي چې دا مزدوران د نړیوال بانک د اوبو د یو کانال په جوړولو بوخت ول چې نامعلومه کسانو وتښتول.
پولیسو زیاته کړې ده چې دا مزدوران د فبرورۍ پر ۲۲مه تښتول شوي او د مارچ پر نهمه خوشې شوي دي.
په خوشې شویو کې شپږ مزدوران د سیند صوبي دي او پاتې نور د خضدار دي. پولیسو ویلي چې پلټنې یې پیل کړي دي. د دې پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.
په بلوچستان کې وړاندې هم دا ډول پېښې شوې دي چې د زیاترو ذمه واري بلوڅو بېلتون پالو ډلو منلې ده.
په وروستيو کې په بلوچستان کې امنیتي وضع خورا خرابه شوې ده او په هغه صوبه کې یوشمېر حملې شوې چې پکې د پوځ او پولیسو د افسرانو په ګډون یوشمېر سرتېري او ولسي وګړي وژل شوي دي.
د ۲۰۲۵ز کال د اکتوبر پر ۲۳مه د بلوچستان د نوشکي ضلعې د پوليسو د مرستيال مشر محمد یوسف رېکي مړی د هغې صوبې په مستونګ ضلع کې وموندل شو. ناپېژندليو وسلوالو د اکتوبر د ۱۸مې او ۱۹مې په مينځنۍ شپه نوموړی په داسې حال کې تښتولی وو چې له نوشکي څخه د کوټې ښار پر لور روان وو.
بلخوا د اکتوبر پر۲۲مه هم په نوشکي ضلع کې ناپېژندليو وسلوالو د پوليسو پر يو ګزمه بريد کړی او دوه پوليس يې وژلي ول.
د اکتوبر پر شپږمه بيا د بلوچستان د خاران په مسکان قلات سيمه کي ناپېژندليو وسلوالو د ځايي عدالت قاضي محمد جان له خپل دفتر څخه تښتولی وو.
د اګست پر ۱۰مه ناڅرګنده وسلوالو د بلوچستان د زیارت ضلعې مرستیال کمېشنر افضل باقي تښتولی وو چې د سېپټېمبر پر ۲۱مه يې مړی د هرنایي په زردالو سيمه کې وموندل شو.
تر هغه وړاندې د بلوچستان د کېچ ضلعې مرستیال کمېشنر حنیف نورزی د جون پر څلورمه د هغې ضلعې له تکران سیمې څخه تښتول شوی وو. خو د کېچ ضلعې انتظامي مشر (ډېپټي کمېشنر) بشیر بړېڅي د سېپټېمبر پر ۱۷مه د شپې ناوخته خبریالانو ته د ټېلېفون له لارې وویل چې محمد حنیف نورزی خوشې شوی دی. نوموړي دا ونه ویل چې دغه تښتول شوی چارواکی د تاوان په بدل کې خوشې شوی دی او که څنګه؟
د نورزي د تښتولو ذمه واري چا نه وه منلې، خو تر دې وړاندې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې وخت په وخت د دا ډول پېښو مسوولیت بلوڅو وسلوالو ډلو په غاړه اخیستی دی.