د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د بلوچستان په بېلا بېلو سیمو کې یې د عملیاتو پر مهال ۱۵ وسلوال وژلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پی ار) د مارچ پر اوومه د یوې خبرپاڼې به خپرولو سره ویلي دي چې تېره ورځ یې په هرنايي کې ۱۲ او په بسیمه کې درې وسلوال د عملیاتو پر مهال وژلي دي.
د پاکستان پوځ وژل شوي کسان فتنه الخوارج او د هند لاس پوڅي بولي خو په دې اړه نه کوم ثبوت وړاندې کوي او نه هم د وژلو شویو کسانو جسدونه رسنیو ته ښکاره کوي.
کومې وسلوالې ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم د پوځ د ادعاوو پخلی نه شي کولی.