نایجیریا کې ښځو د رکشو چلولو له لارې د روزګار یوه نوې وسیله موندلې
د نایجبریا یو شمېر مېرمنې په پور یا قرض رکشې اخلي او د سپرلیو په چلولو ځان او کورنیو له ډوډۍ ګټي. په دغو ځانګړو رکشو کې یوازې ښځې سفر کوي او په دې کار هغوی خوشاله دي. د نایجیریا ښځې وايي، کله چې په ښځینه ځانګړو رکشو کې سفر کوي، ځانونه خوندي احساسوي. د فرانس پرېس خبري اژانس له وېډبو جوړ راپور وګورئ.